د ایران له پارلیمان سره مرکچي ټيم ښه تعامل لری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i100698-د_ایران_له_پارلیمان_سره_مرکچي_ټيم_ښه_تعامل_لری
د ایران اسلامی جمهوریت چارواکو ټينګار کړی ، هاله به  دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې  د مادو په اساس خپلو ژمنتیاؤ ته بیرته وګرځي چې  امریکا په عمل کې دایران په ضد درست بندیزونه لغوه کړي  او دبندیزونو دغه لغوه کیدا د ایران  له خوا تائید هم
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 24, 2021 00:26 Asia/Kabul
  • د ایران له پارلیمان سره مرکچي ټيم ښه تعامل لری

د ایران اسلامی جمهوریت چارواکو ټينګار کړی ، هاله به  دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې  د مادو په اساس خپلو ژمنتیاؤ ته بیرته وګرځي چې  امریکا په عمل کې دایران په ضد درست بندیزونه لغوه کړي  او دبندیزونو دغه لغوه کیدا د ایران  له خوا تائید هم

 ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی،  د ایران مرستیال خارجه وزیر او د  ایټمی مرکچي ټيم مشر عباس عراقچي  ټينګار کړی ، د ایران داسلامی شورا  اوپه ویانا کې د  ایټمي مرکچي ټيم  ترمینځ ښه تعامل شته .

راپورښئ عراقچي  پرون د ایران د اسلامی شورا دبهرنی سیاست او ملی امنیت د  کمنیشن له استازو سره  له غونډې وروسته  وظیلی دي ،هغه نتیجې کې  چې تر دې دمه ترلاسه شوي او  دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې  دګډ کمیشن  په ناستې کې  پرمختګونه او مشکلات ئې درلودلي ، استازو ته وړاندې کړي دي .

 عباس عراقچي زیاته کړې ، په ویانا کې د مرکچي ټيم لپاره د ایران د اسلامی شورا  داستازو نظرونه مثبت دي .

 عباس عراقچي  د ویانا له  خبرواترو  بیرته ګرځیدا وروسته پرون  د  پارلیمان د بهرني سیاست او ملی امنیت د کمیشن په ناستې کې  ګډون کړی او  د ایټمی خبرواترو  په باب ئې د یوه راپور په وړاندې کولو سره وئيلي ،  دایران په ضد لګیدلي  له ټولو بندیزونو کابو پنځه نوي فی صدي بندیزونه لغوه شوي دي  او دپاتې مشکلاتو په  اړه هم خبرې روانې دي  چې تر څو ورځو پورې به  ورباندې کوټلي بحثونه وشي 

 دا په  داسې حال کې دي چې  د ایران اسلامی جمهوریت چارواکو ټينګار کړی ، هاله به  دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې  د مادو په اساس خپلو ژمنتیاؤ ته بیرته وګرځي چې  امریکا په عمل کې دایران په ضد درست بندیزونه لغوه کړي  او دبندیزونو دغه لغوه کیدا د ایران  له خوا تائید هم شي .