د غبرګولي دریمه د ایران د تاریخ زرینه پاڼه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i100720-د_غبرګولي_دریمه_د_ایران_د_تاریخ_زرینه_پاڼه_ده
د اسلامی ایران د سمندری ځواک قوماندان زیاته کړه د خرمشهر فتح نړیوالو ته د دغه مهم پیغام ورکونکی وه چی د اسلامی ایران شریف ملت او زړه ور وسله وال ځواکونه کله چی د اسلام ، ایران او ناموس د دفاع خبره شی نو له همیشه محکم او پیاوړې او د وینې تر وروستۍ قطرې پورې په ډګر کې موجود وی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 24, 2021 07:41 Asia/Kabul
  • د غبرګولي دریمه د ایران د تاریخ زرینه پاڼه ده

د اسلامی ایران د سمندری ځواک قوماندان زیاته کړه د خرمشهر فتح نړیوالو ته د دغه مهم پیغام ورکونکی وه چی د اسلامی ایران شریف ملت او زړه ور وسله وال ځواکونه کله چی د اسلام ، ایران او ناموس د دفاع خبره شی نو له همیشه محکم او پیاوړې او د وینې تر وروستۍ قطرې پورې په ډګر کې موجود وی .

د ایران پریس له راپور سره سم د اسلامی ایران د سمندری ځواک قوماندان ښاغلی خانزادی د خرمشهر فتح د اسلامی ایران د ټیټو هسکو له تاریخه یوه زرینه پاڼه وبلله .

د اسلامی ایران د سمندری ځواک قوماندان زیاته کړه د خرمشهر فتح نړیوالو ته د دغه  مهم پیغام ورکونکی وه چی د اسلامی ایران شریف ملت او زړه ور وسله وال ځواکونه کله چی د اسلام ، ایران او ناموس د دفاع خبره شی نو له همیشه محکم او پیاوړې او د وینې تر وروستۍ قطرې پورې په ډګر کې موجود وی .

له بلي خوا د سپيڅلي دفاع د ارزښتونو داثارو اونشر دساتنې فاؤنډیشن  دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ، د ۱۳۶۱لمریز کال د غبرګولې دمیاشتې په دریمه نیټه د بیت المقدس نومې عملیاتو کې  د اسلام  مبارزانو په تاریخ جوړونکي بریا سره ،  د تپلی جنګ  معادلات د ایران د اسلامی جمهوریت د او داسلام د مبارزانو  په ګټه بدل شول .

 په دغې اعلامیې کې د خرمشهر د آزادۍ دکلیزې  په درنښت سره راغلی دي ،د خرمشهر آزادي به،  د تل لپاره  د ایران د ملت د عزت ،عظمت او میړنتوب سرچینه او د ویاړ سمبول  اوددغه ټاټوبی د  دښمنانو د دسیسو او نقشو په وړاندې د دوی دمقاومت ،بصیرت ، هوښیارۍ ځيرتیا او هوشمندۍ  یادونه وکړي .

 د غبرګولې دمیاشتې دریمه نیټه ، په ۱۳۶۱لمریز کال کې  د  خرمشهر د آ زادۍ کلیزه ده چې دغه ورځ  دایران د اسلامی جمهوریت په کال هینداره کې د مقاومت، سرښیندنې  اوبریالیتوب  د ورځې په توګه نومول شوې ده .