ظریف :د ایران د بایکاټونو لغوه کول د امریکا قانونی دنده ده
ښاغلی ظریف د ایران پرضد د ټرمپ په بایکاټونو په نیوکې سره زیاته کړه بایکاټ د ټرمپ په کار رانغله ، د امریکا د اوسنی حکومت په کار هم نه راځی ، د ایران د خلکو په میلیارډونو ډالره چی د امریکا د بدماشۍ په وسیله تړل شوی دي ، خلاصې کړئ .
د فارس خبری آزانس له راپور سره سم د ایران خارجه وزیر ښاغلی محمد جواد ظریف د ایران پرضد د امریکا د بایکاټونو د لغوه کولو په اړه د امریکا د خارجه وزیر انتونی بلینکن د نویو څرګندونو په غبرګون کې په یوه ټویټ کې ولیکل د ټرمپ د پړاو د بایکاټونولغوه کول یوه قانونی دنده ده او د خبرواترو اړم ندی .
ښاغلی ظریف د ایران پرضد د ټرمپ په بایکاټونو په نیوکې سره زیاته کړه بایکاټ د ټرمپ په کار رانغله ، د امریکا د اوسنی حکومت په کار هم نه راځی ، د ایران د خلکو په میلیارډونو ډالره چی د امریکا د بدماشۍ په وسیله تړل شوی دي ، خلاصې کړئ .
د ایران اسلامی جمهوریت تل ټینګار کړی دې هغه وخت به خپلو برجامی ژمنو ته ستون شی چی امریکا په عمل کې ټول ایرانی ضد بایکاټونه لغوه کړی او دا د بایکاټونو لغوه کول ایران وازمویی .