د امام الزمان(ع)ګمنام سربازان د ایران د ملت د تکیې ځاي دی
سردار سلامي د وحشي صهیونیسټي رژيم دجنایتونو په وړاندې دسیف القدس نومې وروستیو عملیاتو کې د فلسطین دمظلوم ملت ،البته مقاومت کونکي او پياوړي او کلک هوډ لرونکي ملت دبریالیتوب په یادونې سره هم وئيلي ، دغه عملیات دمومنانو په زړونو دروښانه کیدا د خداوندمتعال د نصرت ځلا او د فلسطین د مظلومو مسلمانانو په لاسونو سره داسلام ددښمنانو د ناکامولو یوه بله نښه وه
زمونږ خبریال راپور راکړ ، د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندان سردار حسین سلامي په یولړڅرګندونو کې وئيلي دي ، په سخت جدال کې دایران دعزیز ملت تکیه ګاه ، د امام الزمان عجل ا... تعالی فرجه الشریف ګمنام سربازان دي چې ولس ورباندې ټينګ اعتماد کوي .
سردار حسین سلامي د خرمشهر د آزادۍ او دمقاومت د ورځې په مناسبت د ایران داطلاعاتو په وزارت کې دامام الزمان ګمنامو سربازانو په ټول کې په شتون دخوښئ په ښودلو سره وئیلي دي ، دبیت المقدس عملیات ، د الهی جهاد دروح بخښونکو آیتونو د تفسیر جلوې او د فتح ،ظفر اونصر دبشپړتیا نښه وه .
سردار سلامي د وحشي صهیونیسټي رژيم دجنایتونو په وړاندې دسیف القدس نومې وروستیو عملیاتو کې د فلسطین دمظلوم ملت ،البته مقاومت کونکي او پياوړي او کلک هوډ لرونکي ملت دبریالیتوب په یادونې سره هم وئيلي ، دغه عملیات دمومنانو په زړونو دروښانه کیدا د خداوندمتعال د نصرت ځلا او د فلسطین د مظلومو مسلمانانو په لاسونو سره داسلام ددښمنانو د ناکامولو یوه بله نښه وه .