د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ دایټمي خبرواترو پړاؤ پاي ته رسیدلی
په ویانا کې په دیره نړیوالو اورګانونو کې د روسیې دایمي سفیر او استازي میخائیل اولیانوف پخپل یوه ټولنیز پیغام کې د نوموړي ناستې په اړه او دنړیوالې ایټمي موافقې د احیاء لپاره د لورو دکلک هوډ په باب امیدواري ښودلې اووئیلي ئې دي په ډيرو موردونو کې ښو نتیجو ته رسیدلي یوو او دا د خبرواترو ګټه ور پړاؤ ؤ .
زمونږخبریال راپور راکړ ، د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د ګډ کمیشن غونډه چې پرون ناوخته د ایران او ۴+۱ ډلې د غړو هیوادونو داستازو په شتون سره په ویانا کې پيل شوي وه ، پاي ته رسیدلې ده .
په دغې ناستې کې د ایراني مرکچي ټيم مشري سیدعباس عراقچي په غاړه درلوده .
دا په ویانا کې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د اغیزشیندونکي او بشپړ اجرا دڅرنګوالی په باب د ایران او ۴+۱ ترمینځ دخبرواترو پنځم پړاؤ دی .
داپه داسې حال کې دي چې په ویانا کې په دیره نړیوالو اورګانونو کې د روسیې دایمي سفیر او استازي میخائیل اولیانوف پخپل یوه ټولنیز پیغام کې د نوموړي ناستې په اړه او دنړیوالې ایټمي موافقې د احیاء لپاره د لورو دکلک هوډ په باب امیدواري ښودلې اووئیلي ئې دي په ډيرو موردونو کې ښو نتیجو ته رسیدلي یوو او دا د خبرواترو ګټه ور پړاؤ ؤ .
همداراز په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په ګډ کمیشن کې د چین استازي وانګ کان هم د ایران او ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس ترمینځ دشوي درې میاشتنۍ موافقې تر یوې بلې میاشتې پورې په تمدیدیدا خوښي ښودلې او روښانه ئې کړې ده ، دا فیصله د جامعې نړیوالې ا یټمي موافقې دبشپؤ اجرا په لاره کې یو بل مثبت ګام دی چې باید له رامینځةشوي فرصته په ښه توګه استفاده وشي او د ایران منطقي او معقولو غوښتنو ته جدي پام وشي . همداراز فار س خبری آژانس هم راپور ورکړی ،د امریکا خارجه وزیر آنتوني بلینکن بیګا له دغو خبرواترو مخکې په یولړڅرګندونو کې له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې څخه د امریکا غیر قانوني وتلو ته له اشارې پرته یو ځل بیا کرغیړنه هڅه کړې ،تهران ددغې نړیوالې ایټمي موافقې داوسني وضعیّت مسئول وبریښوي ، خو نور د دوي په دغو دوکه بازو او وخت تیرونکو چلولونو نه غولیږي .
داپه داسې حال کې دي چې د اسلامی ایران چارواکو په ډاګه وئیلي دي ،باید ا مریکا دایران په ضدخپل درست یو اړخیز بندیزونه لغوه کړي او بیرته خپلو ژمنو ته پابنده ووسي ،څو ایران ئې تائيد او په ښه توګه ئې احساس کړي ،نو بیا ممکنه ده ایران هم ددغې نړیوالې ایتمي موافقې د مادو په اساس خپلو ژمنو ته بیرته وګرځي .