اسماعيل بقائي هامانه:
صهيونېسټ رژيم او ملاتړي يې پکار دے ځواب ويونکي وي
په جنيوا کښې د ملګرو ملتو په اروپائي دفتر کښې د ايران د اسلامي جمهوريت دائمي استازي وويل: د صهيوېزم ملاتړي د عدل او انصاف په پلي کولو کښې د صهيونېسټ رژيم د خنډ اچونې په وجه پکار دے ځواب ويونکي وي.
د ايران پرېس د رپوټ له مخې اسماعيل بقائي هامانه پرون په نيواکي زمکو کښې د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ د څېړنې په اړه د بشري حقوقو د شورا په خصوصي غونډه کښې وويل: فلسطينيان په يو آپارټائيډ رژيم کښې د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ په ترټولوبې رحمه نظام او تر ټولو اوږد تاثير لاندې ژوند کوي.
بقائي هامانه تاکيد وکړ ، تر هغه وخته چې د سازباز يا خاموشۍ په وجه په فلسطين کښې نيواکګري دوام ولري او د جنايتکارانو لپاره له تحفظ سره مل د بشريت په خلاف بې رحمانه جنګي جنايتونه مل وي، نو تشدد او تاوتريخوالي به په دغه سيمه کښې ختم نه شي.
د هغه د وېنا له مخې د اسرائيلو له ملاتړو سره هم چې له ځان څخه د دفاع په بهانهد دغه رژيم وحشيتوبونه او جنايتونه توجيه کوي پکار دے د جنايکارانو د ملاتړۍ، د هغوي د سپين سترګي کولو او د عدل او انصاف په پلي کولو کښې د خنډ اچونې په وجه حساب کتاب اوشي.
په جنيوا کښې د ملګرو ملتو په اروپائي دفتر کښې د ايران د اسلامي جمهوريت دائمي استازي تاکيد وکړ، له دغه ستونزې او مشکل څخه د نړۍ د خلاصي لپاره يوازېنۍ حل لاره د برخليک ټاکلو د حق لپاره د کډوالو او مهاجرو په شمول د فلسطين د ټولو اوسيدونکو ترمېنځ د رېفرېنډم له لارې رامنځته کېدې شي.
د ملګرو ملتو د بشري حقوقو شورا پرون د صهيونېسټ رژيم او د مقاومت د ډلو ترمېنځ د دولس ورځني جنګ په دوران کښې د دغه رژيم د جرائمو په اړه د نړيوالو تحقيقاتو شروع کولو ته مثبته رائې ورکړه.
د اسلامي تعاون تنظیم لخوا د وړاندې کړې شوي پرېکړليک په مسوده کښې د صهيونېسټ رژيم د جرائمو د دقيقې څېړنې غوښتنه شوې وه.