مقاومتي چورلیز په ۱۲ورځني جنګ کې قدرتمند عمل وکړ
د سردار محمد حجازي د شهادت څلویښتي نن د مستضفینو دبسیجي ځواک په مرکز کې د لوړپوړو پوځي قوماندانانو په شتون سره ترسره شوه ، سردار حجازي د وري د میاشتې په ۲۹نیټه د زړه د دریدا له امله ساه ورکړې او د شهیدانو له ټول سره یو ځاي شوی دی .
ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړ ، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو دقدس ځواک قومانان جنرال اسماعیل قاآني نن د د قدس ځواک دیوه مهم خداي بخښلي قوماندان سید محمد حجازي د شهادت په څلویښتۍ کې پخپلې وینا کې وئيلي دي ، درست د صهیونیسټ رژيم په مقابل دولس ورځني جنګ کې د فلسطین دمقاومت په بریالیتوب اوکامیابۍ د سرلوړۍ احساس کوي .
د سپاه قدس قوماندان ټينګار کړی ، مقاومت او د غزې اوسیدونکو په کابو پنځلس کلنې کلابندۍ سره سره ، د تیریګر صهیونیسټي رژيم د حملو په وړاندې دفلسطین د ټاټوبي دفاع کوي ، دغزې مقاومت دمظلومیّت او بندیز په اوج کې د دولس ورځني جنګ په لومړنیو درو ورځو کې ، په نیواکي اوصهیونیسټ میشته سیمو باندې د ۲۲ورځني جنګ په نسبت تقریبا دوه برابره زیات توغندي ویشتي دي .
سردار قاآني دغه راز وئيلي ديد بریالیتوب دغه سویه ،د مقاومت د جبهې د اقتدار نښه ده او دغزې مقاومت په ۱۲ورځني جنګ کې پیاوړی او په قدرت سره عمل کړی دی ، اوس د فلسطین بچیانو ته د فلسطین دمقاومت او نړیوال مقاومتي چورلیز پیغام دا دی چې ددرست فلسطیني ټاټوبي د اداره کولو لپاره دې پلانونه وکړي .
سردار قاآني ټینګار کړی ،بې شکه یوه ورځ به راورسیږي ، چې صهیونیسټي رژيم به په ذلالت او بې شرمۍ سره دفلسطین له ټاټوبی بیرته ګرځي .
سردار حاج
همداراز دسردار حجازي د څلویښتۍ د دستورو په څنډې کې د سپاه پاسدارانو د هوائي ځواک قوماندان سردار امیر علی حاجی زاده هم وئیلي دي د نړیوال استکبار او صهونزم په پرله پسې ناکامۍ یوازې نیواکي ټاټوبو ،لبنان، سورئې ،ایران ، عراق او یمن ته مخصوصې نه دي ، او ډير زر به دنړۍ په زیاتره سیمو کې د دوي بې شرمه او له ذلالته ډکې ماتې نندارې ټه وړاندې شي ،هماغه شان چې د امریکا سنټکام ترهه ګر ځواک قوماندان اعتراف کړی ، چې ایران له دوي هوائي برلاسی ،بلکې پوځي برلاسه اخستی دی .
د سردار محمد حجازي دشهادت څلویښتي نن د مستضفینو دبسیجي ځواک په مرکز کې د لوړپوړو پوځي قوماندانانو په شتون سره ترسره شوه ، سردار حجازي د وري د میاشتې په ۲۹نیټه د زړه د دریدا له امله ساه ورکړې او د شهیدانو له ټول سره یو ځاي شوی دی .