د مشکلاتو هواری اوږد مهاله پروګرام او کتنه غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101046-د_مشکلاتو_هواری_اوږد_مهاله_پروګرام_او_کتنه_غواړي
ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د ولسمشرۍ د دیارلسم (۱۳) پړاو د انتخاباتو کاندید وویل د هیواد د مشکلاتو د حل لپاره یوې اوږد مهاله او تمدني کتنې ته اړتیا شته .
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Jun 01, 2021 04:46 Asia/Kabul
  • د مشکلاتو هواری اوږد مهاله پروګرام او کتنه غواړي

ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د ولسمشرۍ د دیارلسم (۱۳) پړاو د انتخاباتو کاندید وویل د هیواد د مشکلاتو د حل لپاره یوې اوږد مهاله او تمدني کتنې ته اړتیا شته .

سعید جلیلي پرون د ایران له خلکو سره د ټیلي ويژن له لارې په خبرو کښې وویل د هیواد په اقتصادي مسائیلو کښې د ګرانۍ ، انفلاسیون د کورونو د مشکل او د نقدو پیسو په زمینه  کښې بیلابیل مشکلات شته او د دغو ستونزو د حل لپاره یوه(۱) ستر بدلون ته ضرورت شته  .

هغه په دې خبرې سره چې د ایران اساسي او اقتصادي مشکلات څرنګه حل کولای شو وویل تهران ښه ظرفیتونه او وسونه لري او د دغو ظرفیتونو د فعالولو لپاره باید یو(۱) پروګرام ولرو چې بریالیتوب ته ورسیږو .

د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید سعید جلیلي وویل اوسنی کچ شوی بهیر بریالی نه دی او کمزوری کړچار هیواد بریالیتوب او حقیقي ودې ته  نشي رسولی .

سعید جلیلي په دې خبرې سره چې حکومت یې هیڅکله د خبرو اترو مخالف نه دی او له دې سره په یووخت باید د هیواد ټول وسونه تعقیب کړو وویل نن سبا بایکاټونه دوه (۲) برابره شوي دي او د ډالرو بیه هم اوه (۷) برابره شوي ده .

د ایران د ولسمشرۍ د دیارلسم (۱۳) پړاو انتخابات د روان میلادي کال د جون د میاشتې په اتلسمه (۱۸) نیټه ترسره کیږي .