د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس د ایران پرضد نوي ادعا کړي ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101058-د_اټومي_انرژۍ_نړیوال_اژانس_د_ایران_پرضد_نوي_ادعا_کړي_ده
فارس خبري اژانس وايي د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس پرون په یوه (۱) راپور کښې ادعا وکړه د ایران د پخو شویو یورانیمو اندازه په اټومي تړون کښې د ټاکل شوي اندازې شپاړس (۱۶) برابره ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 01, 2021 01:36 Asia/Kabul
  • د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس د ایران پرضد نوي ادعا کړي ده

فارس خبري اژانس وايي د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس پرون په یوه (۱) راپور کښې ادعا وکړه د ایران د پخو شویو یورانیمو اندازه په اټومي تړون کښې د ټاکل شوي اندازې شپاړس (۱۶) برابره ده .

د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس په دغه راپور کښې چې د اټومي اژانس د واکمنې شورا غړیو ته استول شوی دی او ځینو نړیوالو رسنیو هغه لیدلی دی د ایران د پخو شویو یورانیمو اندازه درې زره دوه سوه یوڅلویښت (۳۲۴۱) کلوګرامه اټکل کړي ده .

د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس د اټومي تړون له اجرا راهسې په هرو دریو (۳)میاشتو کښې یوځل د اټومي تړون د اجرا د بهیر او د ایران اټومي فعالیتونو ته د اړونده ژمنو په هکله راپور وړاندې کوي .

دغه راز په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د ایران دائمي استازي کاظم غریب ابادي بیګا د اټومي تړون د اجرا د بهیر په هکله د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس نوي راپور ته په غبرګون کښې وویل په دغه راپور کښې بیان شوي شمیرنې د اژانس د اټکلونو پراساس دي او یا دا چې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د سیف ګارډ د حقیقت د معلومونې په چوکاټ کښې ترلاسه شوي دي .

هغه زیاته کړه هغه څه چې د ایران اسلامي جمهوریت ترسره کړي دي د ایران د ملت د حقوقو د ساتنې او د بندیزونو د ختمیدا لپاره د سټراټيژیک اقدام د قانون د اجرا په لړ کښې دي .