یواړخیزه بندیزونه د بشریت پرضد جنایت دی
ایرنا خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي مجید تخت روانچي د بایکاټ په شان یواړخیزه زور ویونکي اقدامات غیر قانوني ، غیر اخلاقي او انساني ضده وبلل او هغه یې د بشریت پرضد جنایت او د جنګي جنایت مصداق وبلل .
په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي مجید تخت روانچي په ویډیو کانفرنس کښې د هدف وړ هیوادونو په خلکو باندې د یواړخیزه اقداماتو د اغیزونو د څیړلو په ویډیو غونډه کښې چې د ایران او د نهو (۹) نورو هیوادونو په نوښت سره وشوه دغه خبره وکړه .
هغه وویل د ایران اسلامي جمهوریت د داسې هیواد په توګه چې د کورونا ویروس له سخت ګوزار سره مخامخ شو له ډیرو کلونو راهسې له اوږدو بندیزونو سره مخامخ دی او د امریکا دغو غیر قانوني اقداماتو بانکونه ، مالي موسسې له ایران سره له مالي راکړو ورکړو او تجارت څخه منع کړي دي .