د ایران اسلامي انقلاب د مقاومت چورلیز رامینځته کړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101206-د_ایران_اسلامي_انقلاب_د_مقاومت_چورلیز_رامینځته_کړ
ایرنا خبري اژانس وايي په ایران کښې د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ استازي ناصر ابوشریف وویل امام خمیني رحمت الله علیه یوازنی کس و چې په اوسمهاله تاریخ کښې د انبیا شخصیت ته نږدی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 04, 2021 01:30 Asia/Kabul
  • د ایران اسلامي انقلاب د مقاومت چورلیز رامینځته کړ

ایرنا خبري اژانس وايي په ایران کښې د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ استازي ناصر ابوشریف وویل امام خمیني رحمت الله علیه یوازنی کس و چې په اوسمهاله تاریخ کښې د انبیا شخصیت ته نږدی دی .

هغه پرون د امام خمیني رح او د اوسمهاله نړۍ په نړیوال ویډیويي کانفرنس کښې وویل د ایران له  انقلاب مخکې اسلامي نړۍ په اوسمهاله جاهلیت کښې ژوند کاوه خو د حضرت امام خمیني رح انقلاب سبب شو چې خلک له جاهلیت څخه شلمې (۲۰) پیړۍ ته ورشي .

ابوشریف ډاګینه کړه حضرت امام خمیني رح د شلمې (۲۰) پیړۍ په پیل کښې اسلام ژوندی کړ او د هغه لومړۍ بریا د ایران د خلکو ازادۍ وه چې په ایران کښې د بنیادي او د اساسي بدلونونو سبب شوه .

هغه وویل د ایران اسلامي انقلاب یوازې د ایران خلکو ته بیل نه دی بلکې د اسلام او د بشري ټولنې لپاره یو(۱) انقلاب دی او په همدې دلیل دغه انقلاب وتوانید په سیمه ، نړۍ او په تیره بیا فلسطین کښې  ستر بدلون رامینځته کړي .

په ایران کښې د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ استازي ابو شریف ټینګار وکړ که چیرې د ایران اسلامي انقلاب د مقاومت چورلیز نه وائ رامینځته کړی نن به امریکا او اسرائیل په اسلامي دنیا کښې بریالي وو او خپلو ټولو هدفونو ته به رسیدلي وو .