طالبانو د نورستان ولایت دواب ولسوالۍ ونیوله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101232-طالبانو_د_نورستان_ولایت_دواب_ولسوالۍ_ونیوله
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د نورستان ولایتي ادارې چارواکو منلې چې د دې ولایت په لویدیز کې د دواب ولسوالي دطالبانولاسته لویدلې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 05, 2021 07:55 Asia/Kabul
  • طالبانو د نورستان ولایت دواب ولسوالۍ ونیوله

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د نورستان ولایتي ادارې چارواکو منلې چې د دې ولایت په لویدیز کې د دواب ولسوالي دطالبانولاسته لویدلې ده .

 ځایي چارواکو ویلي چې د دواب ولسوالۍ پرسونل د سیمې د مخورو  په منځګړتوب په خوندي توګه وتلي دي او په ولسوالۍ کې هیڅ دول جګړه او تاوتریخوالی نه دی رامنځته شوی

 په سیمه کې عینی شاهدانو ویلي چې د نورستان ولایت د مندول ولسوالۍ کارکوونکو هم له تیرو دوه (2)کالو راهیسې د دواب په ولسوالۍ کې خپلې چارې ترسره کولې چې په دې توګه هغوې هم په خپله مخه تللي دي. 

 طالبانو هم خبري رسنیو ته ویلي چې تیر ماښام یې د نورستان په لویدیز کې د دواب ولسوالۍ کنټرول په لاس کښې اخیستی دی  .

د نورستان ولایت ټولې ولسوالۍ له مرکز پاورن سره د موټرو د تګ راتګ لار نه لري دهمدې امله یې سقوط هم پر پارون اغیز نلري  خو د نورستان په لویدیز کې د نورګرام ولسوالي چې د لغمان له دولت شاه ولسوالۍ سره په پوله پرته ده   د دواب او منډول ولسوالیو سقوط به د  دې ولسوالۍ پر امنیتي وضیعت ناوړه اغیز وکړي .

دنورګرام څنلګورې ولسوالي دولت شاه له وړاندې طالبانو نیولی ده