د ۴۲۰۰ تومانه بیه لرونکي ډالر حذفوو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101240-د_۴۲۰۰_تومانه_بیه_لرونکي_ډالر_حذفوو
ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د ولسمشرۍ د دیارلسم (۱۳) پړاو د انتخاباتو کاندید علیرضا زاکاني په دې خبرې سره چې په انتخاباتو کښې د بریالیتوب په بڼه کښې به د څلور زره دوه سوه (۴۲۰۰) تومانه بیه لرونکي ډالر حذف کړي وویل د کورونو د تامینولو لپاره زما یو(۱) پروګرام د ځوانو انجلیو او هلکانو لپاره د ارزان بیه کرایې د کورونو جوړول دي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 05, 2021 13:54 Asia/Kabul
  • د ۴۲۰۰ تومانه  بیه لرونکي ډالر حذفوو

ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د ولسمشرۍ د دیارلسم (۱۳) پړاو د انتخاباتو کاندید علیرضا زاکاني په دې خبرې سره چې په انتخاباتو کښې د بریالیتوب په بڼه کښې به د څلور زره دوه سوه (۴۲۰۰) تومانه بیه لرونکي ډالر حذف کړي وویل د کورونو د تامینولو لپاره زما یو(۱) پروګرام د ځوانو انجلیو او هلکانو لپاره د ارزان بیه کرایې د کورونو جوړول دي .

هغه بیګا د ایران له دوهم(۲) ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل د ډالرو په بازار کښې د اوسني حالت علت په حکومت کښې د غیر کارشناسه فیصلو ترسره کول دي او حکومت دا ډول  شرایط رامینځته کړي دي چې په ډالرو باندې د اړوندوالي په دلیل له ګواښ سره مخ شو .

زاکاني وویل د ایران مشکل د ګټو تعارض ، مفاسد ، د ارادې  نلرل  او د ځان بایلل دي ګني  مونږ په هیواد کښې مشکل نلرو او د سیاست په جوړولو کښې د ثبات نشتون سبب شوی چې د ډالرو بازار له سختو ټیټو هسکو سره مخ شي او په پانګونې کښې امنیت نه وي .

د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید علیرضا زاکاني په دې خبرې سره چې د ډالرو بازار ته د حکومت کتنه او په هغه کښې نه مدیریت لرل د اوسنیو شرایطو سبب شوي دي وویل په حکومت کښې د هوساینې نشتون داسې حالت رامینځته کړی دی چې اوس یې نشي کنټرولولی خو مونږ دغه حالت کنټرول کولی شو .

هغه د خلکو لپاره د کورونو د تامینولو لپاره د خپل پروګرام په هکله وویل مونږ به د کورونو د جوړولو د اجازې د ورکولو وخت کم کړو او د کورونو په جوړولو کښې به اسانتیا رامینځته کړو .

هغه په ټیټو بیو سره د اساسي شیانو د تامینولو او د خلکو د اقتصادي حالت د ښه  کولو لپاره  د خپل حکومت د پروګرام په هکله وویل کمزوري پرګنې د هیواد په پانګو کښې شریک کوو .