په انتخاباتو کښې ګډون د هیواد لپاره ګټه لري
Jun 05, 2021 14:04 Asia/Kabul
ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ګډون لپاره ټولو خلکو ته بلنه د هیواد د راتلونکي د جوړولو لپاره ملي ، انقلابي او مجاهدتي دنده وبلله .
هغه نن وویل نن سبا د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کښې د ګډون کولو لپاره ټولو خلکو ته د بلنې په اړه د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي غوښتنې ته لبیک ویل د هیواد د راتلونکي د جوړولو لپاره یوه(۱) ملي ، انقلابي او مجاهدتي وظیفه ده .
قالیباف وویل د ایران اسلامي جمهوري نظام له خلکو جوړ دی او د خلکو لپاره دی او په انتخاباتو کښې زیات ګډون به له ایران سره د ټولو دلچسپۍ لرونکو په ګټه وي .
ټیګونه