د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو دوهمه مناظره سبا کیږي
Jun 07, 2021 12:06 Asia/Kabul
ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د ولسمشرۍ د دیارلسم (۱۳) پړاو د انتخاباتو د کاندیدانو په ټیلي ويژن باندې دوهمه (۲) مناظره سبا ترسره کیږي .
د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندیدان به په دغه درې (۳) ساعته ټیلي ويژني مناظرې کښې چې سبا د تهران په وخت د مازیګر پینځه (۵) بچې ترسره کیږي د کلتوري ، د ټولنیزو او د سیاسي موضوعګانو په هکله بحث او خبرې اترې وکړي .
د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو لومړنۍ(۱) مناظره د اقتصادي موضوعګانو په هکله وه چې په تیرې شنبې ورځې خپره شوي وه .
د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو د ټیلي ويژن دریمه (۳)مناظره به د جون د میاشتې په دولسمه (۱۲) نیټه وشي .
د ایران د ولسمشرۍ د دیارلسم (۱۳) پړاو انتخابات د جون د میاشتې په اتلسمه (۱۸) نیټه کیږي .
ټیګونه