د سیمې پیټروکیمیل محصولاتو ته باید پام وشي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101308-د_سیمې_پیټروکیمیل_محصولاتو_ته_باید_پام_وشي
ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د ولسمشرۍ د دیارلسم (۱۳) پړاو د انتخاباتو کاندید سعید جلیلي وویل په سیمه کښې د پیټروکیمیل محصولاتو د صنعایعو بازار کابو یوسل پینځه دیرش (۱۳۵) میلیارډه ډالره دی چې باید ورته پام وشي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 07, 2021 13:30 Asia/Kabul
  • د سیمې پیټروکیمیل محصولاتو ته باید پام وشي

ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د ولسمشرۍ د دیارلسم (۱۳) پړاو د انتخاباتو کاندید سعید جلیلي وویل په سیمه کښې د پیټروکیمیل محصولاتو د صنعایعو بازار کابو یوسل پینځه دیرش (۱۳۵) میلیارډه ډالره دی چې باید ورته پام وشي .

سعید جلیلي د ایران په راډیو او ټیلي ويژن اداره صداوسیما کښې د خپل تبلیغاتي پروګرام له ضبطولو وروسته خبریالانو ته وویل د تیلو د ګازو او د پیټروکیمیکل په برخو کښې د ایران مزیت ته په پام سره حکومت باید د سیمې او د ګاونډیو هیوادونو له بازارونو څخه د عاید د ترلاسه کولو لپاره پروګرام ولري .

هغه وویل که چیرې ایران په لویدیځې اسیا سیمې کښې د پیټرو کیمیکل محصولاتو د صنایعو د بازار یوازې لس (۱۰) فیصده ولري نو کابو پینځلس (۱۵) میلیارډه ډالره عاید لري .

د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید سعید جلیلي د تیلو  له  خام او اومو ډول خرڅولو  په ډډې کولو ټینګار سره وویل کله چې اومه تیل د تیلو په محصولاتو بدل شي نو د هغو ارزش افزدوه ډیریږي او دغه راز د کارونو په رامینځته کولو کښې مهم رول لري .