د ایران خلک باید په انتخاباتو کښې پراخ ګډون وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101314-د_ایران_خلک_باید_په_انتخاباتو_کښې_پراخ_ګډون_وکړي
ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید محسن مهر علیزاده د هیواد په ټولو خلکو غږ وکړ د خپل برخلیک په ټاکلو کښې د رول د لوبولو لپاره د ولسمشرۍپه ټول ټاکنو کښې ګډون وکړي .
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Jun 07, 2021 14:53 Asia/Kabul
  • د ایران خلک باید په انتخاباتو کښې پراخ ګډون وکړي

ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید محسن مهر علیزاده د هیواد په ټولو خلکو غږ وکړ د خپل برخلیک په ټاکلو کښې د رول د لوبولو لپاره د ولسمشرۍپه ټول ټاکنو کښې ګډون وکړي .

هغه نن په تهران کښې له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل د ایران خلک د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې په ګډون کولو سره داسې حکومت جوړ کړي چې په پلانونې سره هغه څه چې د خلکو غوښتنه ده عملي کړي او د هیواد راتلونکی جوړ کړي .

هغه وویل انتخابات د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام د جمهوریت نښه ده او د خپل برخلیک په ټاکلو کښې د خلکو ګډون کولای شي د جمهوریت څیره له مخکې څخه وساتي او هغه تثبیت کړي .

مهر علیزاده دغه راز د ایران اقتصادي مشکلاتو ته په اشارې  او د اساسي شیانو له ګرانې سره په مبارزې باندې ټینګار سره وویل د شیانو د ویش او د تامینولو بهیر دقیق مدیریت ته ضرورت لري او په بازار کښې د شیانو له بیلابیلو بیو سره به مقابله  وشي .

هغه وویل نن سبا معیشت او اقتصاد د ایران لومړیتوب دی او داسې سړی باید ولسمشر شي چې اقتصادي مسائیل په ښه ډول وپیژندي چې د هیواد اقتصادي مشکلات حل کړي .