ایران د کورونا واکسین د جوړولو ښه ظرفیت لري
Jun 07, 2021 15:55 Asia/Kabul
ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د ولسمشرۍ د دیارلسم (۱۳) پړاو د انتخاباتو کاندید سعید جلیلي وویل د «روایت نظام سلامت» په پروګرام کښې د کورونا ناروغۍ په شمول مهمو موضوعګانو ته پام شوی دی .
هغه نن د ایران په راډیو او ټيلي ویژن ادارې صداو سیما کښې د خپل تبلیغاتي پروګرام له ضبط کولو وروسته خبریالانو ته وویل کرونا ویروس داسې مسله ده چې د سلامتیا په برخې سربیره یې د ټولنې اقتصادي او ټولنیز ډګرونه هم ښکیل کړي دي .
هغه له کورونا سره د مقابلې لپاره د واکسیناسیون ضرورت ته په اشارې سره وویل ایران باید په بیلابیلو ډګرونو کښې ښه پرمختګ وکړي او یو اړخ یې روغتیا او سلامتیا ده .
هغه وویل ایران د واکسین دتولید په حوزه کښې ښه متخصصان لري چې ارزښمن اقدامات ترسره کولای شي .
ټیګونه