د پرګنو ترمنځ واټن د ناسمو اقتصادي پریکړو نتیجه ده
ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د ولسمشرۍ د دیارلسم (۱۳)پړاو د انتخاباتو کاندید ابراهیم رئیسي پرګنیز واټن د ناسمو اقتصادي فیصلو نتیجه وبلله .
هغه پرون مازیګر په دوهمې(۲) ټیلي ويژنې مناظرې کښې چې په کلتوري ، ټولنیزو او سیاسي موضوع سره پیل شوي وه د پرګنو ترمینځ د واټن په هکله خبرې وکړې .
رئیسي ټینګار وکړ د سلامتیا د بدلون په پلان کښې ځینې کسانو سل (۱۰۰) یا دوه سوه (۲۰۰) میلیونه تومان ترلاسه کول خو ځینو کارکونکو او نرسانو بیا لږ شان معاش درلود چې په حکمونو کښې باید بیا کتنه وکړو .
هغه وویل د ایران اقتصادي ظرفیتونه باید د عدالت پراساس وویشل شي او که چیرې ټول ظرفیتونه په عدالت سره وویشل شي نو د پرګنو ترمینځ نور واټن نه وینو .
د ایران د انتخاباتو کاندید ابراهیم رئیسي وویل موضوع د خلکو د مشکلاتو د حل کولو لپاره د مجاهدانه ارادې نشتون دی .