د خلکو اعتماد د چارواکو د کړچار په سمیدا سره جلبیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101388-د_خلکو_اعتماد_د_چارواکو_د_کړچار_په_سمیدا_سره_جلبیږي
زمونږ خبریال وايي د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید سعید جلیلي پرون په دوهمې (۲) ټیلي ویژنې مناظرې کښې ټینګار وکړ د خلکو اعتماد د چارواکو د کړچار په اصلاح کیدا سره جلب کیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 09, 2021 01:10 Asia/Kabul
  • د خلکو اعتماد د چارواکو د کړچار په سمیدا سره جلبیږي

زمونږ خبریال وايي د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید سعید جلیلي پرون په دوهمې (۲) ټیلي ویژنې مناظرې کښې ټینګار وکړ د خلکو اعتماد د چارواکو د کړچار په اصلاح کیدا سره جلب کیږي .

هغه وویل که چیرې غواړو چې د خلکو اعتماد جلب شي حتما باید د مسولانو کړچار سم شي .

جلیلي زیاته کړه په اداري او اجرايي نظام کښې غلط سیاسي کلتور د ایران یو(۱) خنډ دی چې هغه له دغه ډلې یا هغه ډلې او یا یوه(۱) حکومت سره اړه نلري بلکې پراخه موضوع ده .

د ایران د انتخاباتو دغه کاندید وویل که چیرې غلط سیاسي کلتور پاک نکړو د هیواد ظرفیتونه چټي کیږي .

سعید جلیلي وویل که چیرې نندره یعني نمایش  د حقیقي کار ځای ناستی شو  نو د کارونو مخ ته د تلو هیله نشو کولای  .