د حکومت د چلولو لپاره باید نوی پلان جوړ شي
Jun 09, 2021 01:31 Asia/Kabul
ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید سید امیر حسین قاضي زاده ټینګار وکړ باید د حکومت د واک لپاره نوی پلان جوړ کړو .
هغه په دوهمې (۲) ټیلي ويژنې مناظرې کښې د ایران په بیلابیلو حوزو کښې د ډیرو ادارو په شتون باندې نیوکې سره وویل د حکومت د واک لپاره باید نوی پلان جوړ کړو .
قاضي زاده هاشمي وویل د ایران د اداري نظام یو(۱) مشکل د دندو د ویشلو څرنګوالی دی .
هغه وویل اصلي رول لوبونکي ځوانان دي چې د هیواد مسائیل حل کولای شي .
ټیګونه