د ایران د خلکو مقاومت دسیسې شنډې کړي دي
Jun 09, 2021 06:08 Asia/Kabul
ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید محسن مهر علیزاده په دوهمې (۲) ټیلي ویژني مناظرې کښې ټینګار وکړ د ایران د خلکو مقاومت دسیسې شنډې کړي دي .
هغه وویل امریکا د خپلو ژمنو د ماتولو په دلیل په ایران زیات دباونه اعمال کړل خو د ایران د خلکو مقاومت دغه دسیسې شنډې کړي دی .
علیزاده وویل د ایران د اسلامي جمهوریت دریځونه سم دریځونه دی او باید په قوت سره په خبرو کښې د اټومي تړون د ژوندي کولو لپاره ګډون وکړو .
هغه وویل د ایران ټول امکانات او د هیواد ټول فیصله کونکي باید په ټولو ادارو کښې ملګرتیا وکړي چې اټومي خبرې اترې او د ویانا مذاکرات نتیجې ته ورسیږي
ټیګونه