د معظم رهبر بیان کړې دیني ولسواکۍ ته پاملرنه ضروري ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101412-د_معظم_رهبر_بیان_کړې_دیني_ولسواکۍ_ته_پاملرنه_ضروري_ده
د ایران د اسلامي شورا(پارلیمان) مشر ټینګار وکړ چې پکار نه ده د دیني ولسواکۍ په هکله د اسلامي انقلاب د معظم رهبر مهمه وینا د هیواد د سیاسي فضاګانو لاندې څنګته کړی شي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 09, 2021 09:34 Asia/Kabul
  • د معظم رهبر بیان کړې دیني ولسواکۍ ته پاملرنه ضروري ده

د ایران د اسلامي شورا(پارلیمان) مشر ټینګار وکړ چې پکار نه ده د دیني ولسواکۍ په هکله د اسلامي انقلاب د معظم رهبر مهمه وینا د هیواد د سیاسي فضاګانو لاندې څنګته کړی شي.

د ایران د اسلامي شورا(پارلیمان) مشر ټینګار وکړ چې پکار نه ده د دیني ولسواکۍ په هکله د اسلامي انقلاب د معظم رهبر مهمه وینا د هیواد د سیاسي فضاګانو لاندې څنګته کړی شي.

محمد باقر قالیباف نن د پارلیمان د ډاګینې غونډې په پیل کښې وویل: د اسلامي انقلاب معظم رهبر د امام خمیني(رح) د وفات په کلیزه کښې د اسلامي انقلاب د ترټولو مهمې بریا په توګه د دیني ولسواکۍ ډیر مهم او کره بیان وړاندې کړ.

قالیباف زیاته کړه: د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د دغه بیان د اهمیت په وجه باید پرې نږدو چې دغه بحث د هیواد د سیاسي ماحول له امله غاړې ته لاړ شي.

هغه هم داشان وویل چې جمهوریت او اسلاميت له یو بله بیل شیان نه دي چې سره ونښلولې شي بلکې دا یو واحد حقیقت دی، جمهوریت یې له دین څخه اخیستل شوی او اسلامیت یې ولسي دی.

د ښاغلي قالیباف په وینا د امام خمیني په تعلیماتو کښې دیني ولسواکي یا جمهوریت په دوو چورلیزونو کښې معلومیږي. وړومبې، د خلکو په لاس د هغوي په رایو سره د واکمنانو غوره کیدل چې ترټولو مهمه ځلا یې انتخابات دي او دیوم چورلیز یې د چارواکو په کړنلارې باندې څارنه او د دې خیال ساتنه چې د عمومي ګټو په لړ کښې عمل وکړي.