انتخابات په ایران کښې د ډیموکراسۍ لاره ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101752
زمونږ خبریال وايي د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال اسحاق جهانګیري وویل د امام خمیني رحمت الله علیه د تفکرونو پراساس د اسلامي انقلاب ایډیالونه او اساسي قانون په ایران کښې د ډیموکراسۍ د تحقق د لارې انتخاب او د اسلامي جمهوري نظام ترټولو مهمه اډانۍ او ستنه ده .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 16, 2021 14:01 Asia/Kabul
  • انتخابات په ایران کښې د ډیموکراسۍ لاره ده

زمونږ خبریال وايي د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال اسحاق جهانګیري وویل د امام خمیني رحمت الله علیه د تفکرونو پراساس د اسلامي انقلاب ایډیالونه او اساسي قانون په ایران کښې د ډیموکراسۍ د تحقق د لارې انتخاب او د اسلامي جمهوري نظام ترټولو مهمه اډانۍ او ستنه ده .

هغه د کابینې د غونډې په څنګ کښې خبریالانو ته وویل په انتخاباتو کښې د زیاتو خلکو د ګډون د تحقق لپاره ضروري شرط له دې سره تړلی دی چې څارونکي او سیاست جوړونکي ادارې اساسي قانون ته ژمن وي او  هم خلک او سیاسي ډلې د انتخاباتو په هکله حساسیت ولري .

د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال جهانګیري دغه راز هیله وکړه د جون د میاشتې د اتلسمې (۱۸)نیټې د انتخاباتو ترسره کیدل د ایران د اسلامي جمهوریت په یوې (۱) ښې ورځې بدل شي .