په اانتخاباتو کې پراخ ګډون د استعماری دښمن ملا ماتوي
ټاکل شوې ده دایران داسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ د دیارلسم پړاؤ انتخابات دراتلونکي جمعې په ورځ په درست ایران کې او دغه راز د نړۍ په یوسل یو هیوادونو کې دیره دایرانیانو په پراخ او ولولناک شتون سره په یووخت ترسره کیږي
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ د دیارلسم پړاؤ په درشل کې د ایران لوي ملت ته د ریډیو او ټيلیویژن له لارې په خطاب کې وفرمائيل ؛د ایران اسلامی انقلاب د خپل نظام د پیاوړتیا او په دنیا کې د ایران د اسلامی جمهوریت د بیرغ په عزت سره د رپونې لپاره د ولس په ډګر کې پراخ شتون اوڅاره رول لوبوي ،په همدې خاطر باید د ایران میړنی او شجاع ملت د استعماري او استکباري قدرتونو د دسیسو او سپيرو موخو د شنډولو په خاطر د انتخاباتو په ورځ یعني دجمعې په مبارکه ورځ د رایو د صندقونو په مرکزونو کې پراخ شتون پيدا کړي .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د جمعې ورځې انتخابات په درستو اقتصادي او غیر اقتصادي مسئلو کې یوه برخلیک ټاکونکي او اغیزشیدونکي پيښه وبلله وفرمائيل ؛ د ایران د ولس ترټولوستره دنده بل سبا د انتخاباتو د رایو په مرکزونو کې پراخ شتون دی او دوهم کار ئې هم د یوه مصلح کس ټاکل دي څو دغه شان دخپل هیواد برخلیک پخپل پراخ او ولولناک شتون سره وټاکي .
حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي د حضرت امام رضا علیه السلام د نیکمرغه زوکړې د شپو ورځو په مناسبت په مبارکۍ وئيلو سره د جمعې ورځې په انتخاباتو کې د ایران د ملت دعمل څرنګوالی ،په راتلونکو کلونو کې او په درستو مشکلاتو او ډګرونو کې په بشپړ ډول اغیزشیندونکی وباله او وې وئيل ، ،د هیواد اجتماعي نظام دغه پراخ شتون ته ضرورت لري، څو په دغه پراخ شتون سره د اسلامی ولسواکه نظام چارې د مصلحو کسانو په اختیار کې ورکړي او دغه شان د اسلام اواسلامی ایران دښمنان نهیلي کړي . بهرني دښمنان په دې ښه پوهیږي ، چې که د ایران ولس کمزوری او له نظامه نهیلی شی نو حتما به اسلامی نظام کمزوری او مخ په ځوړتیا شي ،خو د ایران شجاع ملت د دښمنانو په دغه شان دسیسو ښه پوه دی او ان شاا... د انتخاباتو په ورځ به پخپل پراخ شتون سره یو ځل بیا استعماري دښمنان پخپلو سپيرو دسیسو کې ناکام کړي .
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي دغه راز پخپلې وینا کې وفرمائيل؛په همدې دلیل ده چې دښمن پخپلو درستو پروپیګنډیزو مشینریو، تجهیزاتو سره او د خپلو پيّلو اوتالی څټو او خرڅ شوو ګوډاګیانو په وسیله له تیرو څو میاشتو راهسې هڅه کوي ،څو د ایران ملت د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې له ګډونه ناامید کړي او دغه کیدونکي انتخابات تر پوښتنې لاندې راولي او له ولسه هم دغه انقلاب او بریاوې واخلي . خو دې ځل به هم د ایران ولس د خپل اسلامی نظام ستنې پخپل ولولناک شتون سره یوځل بیا نوره هم پیاوړي کړي .
دوي دغه راز ځوانانو ته په خطاب کې وفرمائيل ، هغه ځوانان چې په دغو انتخاباتو کې دلومړي ځل لپاره ګډون کوي،باید په انګیزې او ولولې سره دخپل هیواد دبرخلیک په ټاکنې کې غوره رول ولوبوي او دښمنانو ته دا وښئ چې د خپل برخلیک او دخپل هیواد او نظام ساتنه او ورڅخه دفاع پخپلو رایو سره کوي او هیچا ته دا اجازت نه ورکوي ،چې ددوي د برخلیک فیصله له هیواده په بهر کې او د تالی څټو او خرڅ شوو په لاس وشي .د ایران دیني ولسواکه نظام دوې برخې لري چې یوه ئې جمهوری او بله ئې هم اسلامی ده ،که جمهوری برخه ترې لیرې شي نو اسلامی برخه ئې هم هیڅکله تحقق نه مومي، په همدې دلیل ده چې په نړۍ کې دشیطاني قدرتونو درست مرکزونه په یوه خاص ډول د جمهوریت د سمبول په توګه په ایران کې له ا نتخاباتو سره مخالفت او دښمني کوي .
ټاکل شوې ده دایران داسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ د دیارلسم پړاؤ انتخابات دراتلونکي جمعې په ورځ په درست ایران کې او دغه راز د نړۍ په یوسل یو هیوادونو کې دیره دایرانیانو په پراخ او ولولناک شتون سره په یووخت ترسره کیږي