د نړیوالې ایټمي موافقې د مقابل لورو د فیصلې وخت رارسیدلی 
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101934-د_نړیوالې_ایټمي_موافقې_د_مقابل_لورو_د_فیصلې_وخت_رارسیدلی
  د ایران دمرکچي ټيم مشر  همداراز وئيلي دي ، خبرې اترې  دروو او  دفیصلې لپاره خپلو خپلو پلازمینو ته بیرته ګرځو .  هغه وئيلی دي نن به د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  غونډه ترسره شي  او   ددرستو کارونو جمع بندي به چې ترسره شوي دي  هم  وشي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 20, 2021 10:35 Asia/Kabul
  • د نړیوالې ایټمي موافقې د مقابل لورو د فیصلې وخت رارسیدلی 

  د ایران دمرکچي ټيم مشر  همداراز وئيلي دي ، خبرې اترې  دروو او  دفیصلې لپاره خپلو خپلو پلازمینو ته بیرته ګرځو .  هغه وئيلی دي نن به د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  غونډه ترسره شي  او   ددرستو کارونو جمع بندي به چې ترسره شوي دي  هم  وشي .

 زمونږخبریال راپور راکړ ، د ویانا ایټمي خبرواترو کې دایران دمرکچي ټيم مشرعباس عراقچي  نن په ویانا کې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د ګډ کمیشن دغونډې له ترسره کیدا مخکې وئيلي دي ،اوس  په یوه داسې موقعیّت کې  یوو چې دموافقې تقریبا درست  سندونه تیار شوي دي .

 عراقچي زیاته کړې ،ځیني مسئلې حل شوي او ځيني نوره هم پاتې دي ،البته  یو بشپړ دقیق شکل ئې غوره کړی دی  او بشپړ روښانه ده چې ددغو اختلافاتو  اړخونه څرنګه دي .

 د عراقي په وینا،د خبرواترو صحنه او دیوې احتمالي موافقې  بڼه په بشپړ ډول روښانه ده  او  مقابل لوري باید خپلې فیصلې وکړي .

  د ایران دمرکچي ټيم مشر  همداراز وئيلي دي ، خبرې اترې د روو او د فیصلې لپاره خپلو خپلو پلازمینو ته بیرته ګرځو.هغه وئيلی دي نن به د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  غونډه ترسره شي  او   ددرستو کارونو جمع بندي به چې ترسره شوي دي  هم  وشي .

داپه داسې حال کې دي چې د امریکا خارجه وزارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ،واشنګټن  د ایران د ولسمشرۍ  دانتخاباتو  له ترسره کیدا ورسوته  هم  د ایټمي موافقې د احیاء لپاره  له ایران سره دخبرواترو دوام   او خپلو ژمنو ته پابنده دی .