د ایران د رسنیو پرضد د امریکا اقدامات غیر قانوني دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i102080-د_ایران_د_رسنیو_پرضد_د_امریکا_اقدامات_غیر_قانوني_دي
د ایران د ولسمشر د دفتر مشر محمود واعظي نن د کابینې د غونډې په څنګ کښې له ایران پریس خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل د ایران د راډیو او د ټیلي ويژن ادارې صداوسیما د سپوږمکیزو چینلونو د اینټرنیټ پاڼو په بندولو کښې د امریکا اقدام د بشري حقوقو پرخلاف کار دی او د بیان د ازادۍ محدودول دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 23, 2021 10:04 Asia/Kabul
  • د ایران د رسنیو پرضد د امریکا اقدامات غیر قانوني دي

د ایران د ولسمشر د دفتر مشر محمود واعظي نن د کابینې د غونډې په څنګ کښې له ایران پریس خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل د ایران د راډیو او د ټیلي ويژن ادارې صداوسیما د سپوږمکیزو چینلونو د اینټرنیټ پاڼو په بندولو کښې د امریکا اقدام د بشري حقوقو پرخلاف کار دی او د بیان د ازادۍ محدودول دي .

هغه وویل د بشري حقوقو ادعاکونکي او په تیره بیا امریکا د بیان د ازادۍ او د بشري حقوقو په بحث کښې دوه (۲) ګوڼه او سیاسي کړچار لري .

د ایران د ولسمشر د دفتر مشر محمود واعظي ټینګار وکړ هغه څه چې د امریکا په دوستانو پورې اړوندیږي له بشري حقوقو او د بیان د ازادۍ په مقولې سترګې پټول کیږي خو امریکا له اسلامي او نورو هیوادونو سره دوه ګوڼه او له توپیر څخه ډک چلند لري .

واعظي ټینګار وکړ د ایران د ټیلي ويژن چینلونو د اینټرنیټ پاڼو په بندولو کښې د امریکا اقدام د ایران د اسلامي جمهوریت له نظره غیر اخلاقي او غیر اخلاقي  او محکوم دی او په نړیوالو ټولنو کښې د امریکا دغه اقدام تعقیبیږي .