خطیب زاده :
امریکا دې د ټرمپ ماته خوړلې میراث پریږدي
Jun 27, 2021 01:36 Asia/Kabul
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند څرګنده کړه: ایران به نه ختمیدونکې مذاکره ونه کړي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند د یو ټویټ په خپرولو سره ټینګار وکړ چې د امریکې حکومت دې د دغه هیواد د تیر ولسمشر ماتې خوړلې میراث پریږدي.
سعید خطیب زاده په خپل ټویټر ولیکل: د موافقې امکان شته خو په دې شرط چې د امریکې اوسنې حکومت فیصله وکړي چې د تیر ولسمشر ډونلډ ټرمپ ماته خوړلې میراث څنګته کړي.
هغه په دوام کښې لیکلي دي: د هغې موافقې په ساتنې باندې د خپلې جدي ژمنې په وسیله چې امریکې یې د نابودولو هڅه کړې وه، مونږ په ویانا کښې ترټولو فعال لورې وو او د زیاترو مسودو وړاندیزونه مو کړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند څرګنده کړه: ایران به نه ختمیدونکې مذاکره ونه کړي.
ټیګونه