برجام د برخلیک د ټاکلو په دوراهي کې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i102314-برجام_د_برخلیک_د_ټاکلو_په_دوراهي_کې
تر دې دمه د برجام د نړیوالي ایټمي موافقې د بیا ځلي را ژوندي کېدو په موخه ایران د ۱+۴ ډلې سره د اسټریا په پلازمینې ویانا کې شپږ پړاو مذاکرات تر سره کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 28, 2021 12:46 Asia/Kabul
  • برجام د برخلیک د ټاکلو په دوراهي کې

تر دې دمه د برجام د نړیوالي ایټمي موافقې د بیا ځلي را ژوندي کېدو په موخه ایران د ۱+۴ ډلې سره د اسټریا په پلازمینې ویانا کې شپږ پړاو مذاکرات تر سره کړي دي.

دغه خبري اترې په زیاتو مسالو کې د اختلافاتو د حل کېدو سبب ګرځېدلي دي خو سره له دې اوس هم ځینې مسالې لا پر خپل ځای پاتي دي چي په اړه یې په کافي اندازه مذاکرات نه دي تر سره شوي او په اړه یې باید پریکړي وشي.

اوس برجام ته په کتو سره دغه اساسي پوښتنه را مینځ ته کیږي چي د برجام برخلیک یعني د هغي موافقې پرخلیک چي په ۲۰۱۵ میلادي کال کې لاسلیک شوې وه، به څرنګه شي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال سید عباس عراقچي چي په ویانا کې د ایران د مذاکره کوونکي ټیم مشري په غاړه لري، د یکشنبې په ورځ د اسلامي شورا د ملي امنیت کمیسیون له غړو سره په لیدنه کې دې ته په اشارې سره چي په ویانا کې په کافي اندازه مرکې شوې، وویل: اوس د مقابل لوري نوبت دی چي باید فیصله وکړي او د برجام د راژوندي کولو په هکله موافقې ته سره ورسیږي.

بې له شکه په اوسني پېچلي شرایطو کې د مذاکراتو د دواړو لورو د ګټو د خوندي کولو په موخه د برجام ساتنه عملي اقداماتو ته ضرورت لري، په داسي حال کې چي د امریکې سیاست اوس د امتیاز په اخیستلو او د وخت په وژلې ولاړ دی د مذاکراتو لپاره په یو ورانوونکې بهیر بدل شوی دی.

د ایران په چارو کې د امریکې ځانګړی استازی او په ویانا کې د امریکا د مذاکره کوونکی ټیم مشر د جمعې په ورځ په یوه مرکه کې وویل: موږ ویلي دي چي د بندیزونو لیري کولو ته تیار یو چي برجام ته د بیرته استنېدو لپاره کفایت کوي لیکن ټول هغه بندیزونه چي د ټرامپ حکومت لګولي دي نه لیري کوو.

د نړیوال حقوقو کارپوه رضا نصري په دې اړه وایي: اصلي ستونزه په واشنګټن کې د برجام د مخالفو پارټیو پیاوړي لابي او پلمې جوړونې دي، هغوی غواړي د هغو ایټمي بندیزونو د لیري کېدو مخه ونیسي چي د ټرامپ په حکومت کې د ټروریزم تر عنوان لاندې له سره په ایران باندې ولګول شوې، ټرامپ د دې لپاره چي د راتلونکې ادارې کار سخت کړي د بندیزونو عنوانونه یې بدل کړ تر څو د برجام له چتر نه بهر وي.

په اوسني شرایطو کې د امریکې تر ټولو مهم هدف دا دی چي د برجام د لاسلیک شوي موافقې په چوکاټ کې په ایران باندې نوي شروط ومني،

د ایران د اسلامي شورا د بهرني سیاست او د ملی امنیت کمیسیون غړی ابوالفضل عمویي د یکشنبې په ورځ ایران پرس سره په مرکه کې په دې باندې په ټینګار سره چي په ایران باندې د ټولو بندیزونو د لیري کولو پرته هیڅه موضوع د منلو نه ده، وویل: امریکا هڅه کوي چي د بندیزونو ځینې برخې وساتي چي دغه مساله د امریکې له ادعا سره سمون نه خوري چي یې ویلي د فشار سیاست ماته خوړلې ده.

امریکایان له څو لارو څخه دغه موخه تعقیبوي، یوه لاره یې په ایران باندې د ایټمي نړیوالي ایجنسۍ د واکمنو د شورا له لوري دباو راوستل دی.

بله لاره ، د ایران او ۱+۴ د مذاکراتو په فضا باندې فشار راوستل دی، لیکن برجام د ۲۲۳۱ پرېکړه لیک په چوکاټ کې څو اړخیزي ژمنې په داګه کړي دي چي باید عمل په وشي، د ایټمي موافقې په چوکاټ کې د رضاکارانه اقداماتو د بندولو لپاره د ایران پرېکړه د بندیزونو د لیري کولو او د ایراني ولس له حق څخه د ساتنې په موخه د ایران د اسلامي شورا د پرېکړه لیک د ۲۶ او ۳۶ بندونو په بنیاد تر سره شوې ده.

له هغه ځایه چي  د برجام ژمنو ته د راستنېدو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت شرط او سیاست د بندیزونو لیري کول او د هغه راستي ازموینه ده، دا امکان شته چي د واشنګتن د کارړنګوونو د امله تهران د نویو ګامونو له اوچتولو څخه پښېمانه شي، يه دې خاطر برجام ته بیرته استنېدل د مقابل لوري په ارادې پوري تړاو لري.

لکه څرنګه چي د اسلامی انقلاب معظم رهبر وویل: ایران هغه کله خپلو برجامي ژمنو راستنیږي چي امریکا ټول بندیزونه د کاغذ په مخ نه بلکي په عملي توګه لیري کړي او د بندیزونو دغه لیري کول به راستي ازموینه کړای شي.