په ایران کې په کرونانور ۱۳۷ ککړ کسان قرباني شول
د هیوادونو د رسمي احصایو په اساس ، کرونا ویروس تر دې دمه په درستې نړۍ کې څه دباسه یو سل دوه اتیا میلیون کسان ککړ کړي چې له دوي څه دپاسه درې میلیون نهه لکه څلورپنځوس زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .
زمونږخبریال راپور راکړی،د ایران دروغتیائي چارو وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ،په تیر شواروز کې په ایران کې په کرونا دنورو یوسل اوه دیرش ککړو کسانو په مړینې سره په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر څلور اتیا زره دوه سوه څلور شپیتو تنو ته ورسید.
په دغې اعلامیې کې راغلي دي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د تشخیص د نړیوالو معیارونو په اساس په درست ایران کې په کورونا ویروس نور یولس زره اوه سوه اته څلویښت کسان ککړ پيژندل شوي چې له دوي سره په ایران کې د کرونائي ویروس ککړو کسانو شمیر درې میلیون ډوه لکه څلور زره پنځه سوه شپیتو تنو ته زیات شوی دی .
همداراز تر دې دمه په ایران کې په درملنې پسې دوه میلیون اته لکه شپږ اویا زره اته سوه اته ویشت ککړ کسان ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .