د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :-
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i102694-د_ایران_او_د_افغانستان_ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو زمونږ سلامونه ومنئ اوس به د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 07, 2021 06:51 Asia/Kabul
  • د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :-

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو زمونږ سلامونه ومنئ اوس به د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .

نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه وګورو .

ګوګل ، فیسبوک او ټویټر اینټرنیټ پاڼو خبرداری ورکړی که چیرې هانګ کانګ د چین لخوا اعلان شوي د خصوصي  حریم قوانین اجرا کړي دغه شرکتونه ممکنه ده چې په هانګ کانګ کښې خپل خدمات بند کړي .

د فرانسې عمومي څارنوال په خپل هیواد کښې د سعودي عربستان د یوه(۱) شاهزاده لخوا د فیلپین د اوو(۷) میرمنو د مریتوب په هکله د تحقیقاتو د ترسره کولو  خبر ورکړ .

د عربي نړۍ مشهور شناند عبدالباري عطوان په یوه(۱) راپور کښې د ابوظهبۍ او د ریاض ترمینځ اړیکو ته په اشارې سره وویل د متحده عربي اماراتو او د سعودي عربستان ترمینځ سخت اختلافات اوس راښکاره شوي دي .

د عراق مقاومت ډلو  د نیواکګرو ځواکونو پرضد د حملو په دوام کښې په بغداد کښې د امریکا د سفارت په پوځي برخې باندې په څلورو (۴) ځان وژونکو بې پایلوټه الوتکو سره برید وکړ .

شمیرنې وايي چې په ټوله دنیا کښې د کورونا ویروس له کبله د مړو کسانو شمیر له څلورو(۴) میلیونو وراوښتی دی او دا په داسې حال کښې دي چې د روغتیا د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او  چارواکي وايي د کوروناویروس له کبله د مړو کسانو شمیر د رسمي شمیرنو درې (۳) برابره  دی .

د صهیونیسټ رژيم په پارلمان کښې د ښاریزتوب د یوه (۱) جنجالي قانون د تمدیدولو لپاره د لومړي وزیر نفتالي بنت  د ملاتړ وړ پلان د کابینې د ټولو غړیو له ملاتړ سره مخ نشو او ماتي یې وخوړله .

نیویارک ټایمز ورځپاڼې دغه ماتي  د اسرائیلو په ائتلافي کابینې کښې د اختلاف د رامینځته کیدا نښه وبلله .

وسله والو کسانو د نایجریا په شمال لویدیځ کښې په یوه ښوونځي باندې یرغل سره یوسل څلویښت (۱۴۰) انجلۍ وتښتولې .

ورانکارو او کلنګ اخیستونکو ډلو د تیر میلادي کال له دسمبر میاشتې راهسې تراوسه په نایجریا کښې  څه د پاسه زر (۱۰۰۰)ماشومان ، ځوانان او زده کونکي تښتولي دي او اوس هم قیدیان دي .

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل له افغانستان د امریکا د عسکرو په وتلو سره د سیمې حالت به په جدي ډول بدل شي او په دې مینځ ومان کښې به هندوستان تر ټولو ستر بایلونکی وي .

د لبنان چارو د پرمخ بیونکي لومړي وزیر حسان دیاب پرون وویل دغه هیواد د یوې (۱) غمیزې په درشل کښې دی او زیاته یې کړه کله چې دغه کار وشي نو پایلې به یې له هیواد بهر هم احساس شي .

ترهګرۍ ته د اړونده مسائیلو په زمینه کښې د امریکا شناند او د پوهنتون استاد «ابرام» په سوریې کښې د القاعده ډلې له سترې څانګې سره د واشنګټن په ملاتړ او غږملتیا اعتراف وکړ .

()

ډیرو عزتمنو دوستانو اوس به د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه وګورو .

د بې سرحده راپورټرانو موسسې د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان نوم د رسنیو د ازادۍ د دښمانانو په فهرست کښې شامل کړ .

د اسرائیلو هاارتص ورځپاڼې د اسرائیلو د  یوه(۱) لوړپوړي چارواکي په قول اعتراف وکړ دغه رژیم نور نشي کولای د اټومي موافقې په مادو چې ستر هیوادونه او امریکا یې نیت لري له ایران سره لاسلیک کړي اغیز وشیندي .

انصار الله غورځنګ ته اړونده د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د اطلاعاتو وزیر ضیف الله الشامي وویل امریکا په یمن کښې د القاعده او د داعش ترهګرو ډلو  ملاتړ کوي .

د عراق په الانبار او د سوریې په دیرالزور سیمو کښې  پرون د امریکا په پوځي اډو باندې توغندوي بریدونه وشول .

رسنیو د عراق په پلازمینې بغداد کښې د امریکا په سفارت کښې په پوځي اډې باندې د بې پایلوټه الوتکو د برید خبر ورکړ .

د ملګروملتونو څه د پاسه دیرشو (۳۰) غړیو په جینیوا کښې د  ملګروملتونو په مرکز کښې په یوې (۱)غونډې کښې د امریکا په جنوبي سرحدونو کښې د پناه غوښتونکو د بشري حقوقو د حالت په هکله اندیښنه څرګنده کړه .

«وال سټریټ جورنال» ورځپاڼې وویل د امریکا د ولسمشر بایډن حکومت د بایکاټونو له رودې څخه د کار د اخیستلو د سیاست د بدلولو په حال کښې دی .

د ټولې لویدیځې غاړې په زرګونو فلسطینیان په رام الله کښې راغونډ شول چې د فلسطین د فعال« نزار بنات» مظلومیت چې د فلسطین پولیسو وژلی وښيي او د دغه قتل د حکم ورکونکو او د اجرا کونکو د محاکمه کولو او قضايي ادارې ته د هغوې د ورسپارلو غوښتنه یې وکړه .

د افغانستان د غور ولایت ځايي چارواکو وویل په دغه ولایت کښې په سلګونو میرمنو د خپل هیواد له امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره د طالبانو ډلې پرضد وسلې په لاسونو کښې اخیستي دي .

میډل ایسټ خبري سایټ په یوې (۱) مقالې کښې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان او د هغه څنګ ته کړی شوی هم څنګ محمد بن نایف د هیواد د خلکو په ځپلو کښې د یوې (۱) سکې دوه (۲) مخونه وبلل او ویې ویل د عربستان خلک د خپلو بچیانو په هکله د عدالت د اجرا غوښتونکي دي او محمد بن سلمان او محمد بن نایف باید محاکمه شي .

د افغانستان دفاع وزارت د طالبانو له لاس څخه د بدخشان ولایت د ازادولو لپاره دغه ولایت ته د پوځ د ځانګړیو عسکرو د استولو خبر ورکړ .

د امریکا ولسي جرګې کانګرس ته اړونده «هیل» اینټرنیټ پاڼې راپور ورکړ د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په حکومت کښې د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د زیات دباو د راوستلو سیاست کارنده نه و او د اوسني ولسمشر جوبایډن په حکومت کښې هم هیڅ نتیجه نه ورکوي .

د هند اوقیانوسیې په شمال کښې په یوې (۱) نامعلومې وسلې سره د صهیونیسټ رژيم په یوې(۱) بار وړونکي کشتۍ برید شوی .

()

ګرانو ملګرو اوس به د کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم سر ټکي له تاسو سره شریک کړو .

()

مسیر ورځپاڼې پوښتلې چې تبلیغاتي جګړه، د رسنیو که د حکومت دنده؟

ورځپاڼې لیکلي، په دې وروستیو کې حکومتي چارواکي پرله‌ پسې وايي چې طالبانو دومره پرمختګ نه دی کړی، لکه څومره چې ورته تبلیغات کېږي.

وړاندې د حکومتي چارواکو هغو څرګندونو ته اشاره شوې چې رسنۍ،  خبریالان ، په ټولنیزو رسنیو کې ځیني فعالین او ان ځیني سیاستوال د طالبانو په ګټه په تبلیغ تورن  کړي دي.

د لېکوال په اند لومړی خو د طالبانو په ګټه د تبلیغاتو په تړاو د حکومتي چارواکو ادعا سمه نه ده  خو که سمه هم وي، بیا هم حکومتي چارواکي مسوول  دې چې ولې یې تر واکمنۍ لاندې رسنۍ داسې کار کوي.

لېکوال همدارنګه ټینګار کوي چې د رسنیو دنده د واقعیتونو خپرول دي، خو که رسنۍ د واقعیتونو خلاف خپرونې کوي  نو بیا  ترې پوښتنه هم کېدلی شي او پر وړاندې یې ګام هم اخیستل کېدلی شي.

لېکوال د حکومت تبلیغاتي دستګاه ناکامه بللې ده او ټینګار یې کړی چې حکومت د خپلې ناکامۍ پړه پر رسنیو اچوي.

ورځپاڼې سپارښتنه کړې چې حکومتي چارواکي باید خپله ستونزه حل کړي او له دې پرته پر رسنیو او خبریالانو  فشار راوړل او یا هم په تبلیغاتي جګړو کې یې ورګډول نه قانوني دي او نه به هم کومه مثبته پایله ولري.

()

هېواد ورځپاڼې لیکلي چې د افغانستان پر ضد د ترهګر او طالب تر عنوان لاندې د پاکستان يرغل او دغه راز د افغانستان پرضد د دغه هېواد د  چارواکو بربنډو څرګندونو سختې اندېښنې را پورته کړي دي.

وړاندې راغلي پاکستان په ټول وس هڅه کوي چې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې خپل لاس پوڅی حکومت ولري او د دې لپاره يې د افغانستان پرضد د ترهګرۍ یرغل زور ورکړی.

وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي څرګندونو ته اشاره شوې چې ویلي یې دي، له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته به په دغه هېواد کې تاوتريخوالی او بې‌ قانوني حاکمه شي او طالبان به واک ته ورسېږي چې ګنې هغه وخت به پاکستان خپلې پولې وتړي.

لېکوال ټینګار کوي لومړی افغان حکومت بايد د پاکستان د دغه يرغل او د ترهګرۍ پر ګټه د پاکستان د تبليغاتو د مخنيوي لپاره لاس په کار شي او بيا نړيوالې ټولنې ته په کار ده چې په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي او د ترهګرۍ ځالې او د تمويل سرچينې يې له منځه يوسي.

()

او  « افغانستان » نومې ورځپاڼې لیکلي چې د ولسوالیو سقوط او د طالبانو ډراماتیک پرمختګ په عامه ذهنونو کې پوښتنې راولاړې کړي دي.

د لېکوال په وینا چې د دغو تبلیغاتو تر شا د سیمې او نړۍ استخباراتي سازمانونونه لاس لري او وضعیت مدیریت کوي.

لیکوال پر رسنیو هم تُندې نیوکې کړي چې د وسله والو طالبانو په ګټه تبلیغ کوي او افغان حکومت هم د کنټرول لپاره کومه طرحه نه لري.

لېکوال ټینګار کړی چې رسنۍ په روان حالت کې لوی مسولیت لري چې باید ازادې وي او بې پلوه  خبرونه خپاره کړي.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې خوږو  لوستونکو د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیدله له تاسو اجازه غواړو د خدای په امان