په تهران کښې د بېن الافغاني خبرو اترو غونډه شروع شوه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i102696-په_تهران_کښې_د_بېن_الافغاني_خبرو_اترو_غونډه_شروع_شوه
د ايران د اسلامي جمهوريت په کورباتوب د بين الافغاني خبرو اترو غونډه نن په تهران کښې شروع شوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 07, 2021 06:55 Asia/Kabul
  • په تهران کښې د بېن الافغاني خبرو اترو غونډه شروع شوه

د ايران د اسلامي جمهوريت په کورباتوب د بين الافغاني خبرو اترو غونډه نن په تهران کښې شروع شوه.

د ايران پرېس د رپوټ له مخې د افغان حکومت د استازيو، د جمهوريت لوړ رتبه شخصيتونو او د طالبانو د لوړ رتبه سياسي پلاوي په ګډون سره د بين الافغاني خبرو اترو غونډه نن د ايران د اسلامي جمهوريت په کورباتوب او د ايران د خارجه وزير محمد جواد ظريف په وېنا سره په تهران کښې شروع شوه.

محمد جواد ظريف د دغې غونډې د پرانېستې په موقع په خپله وېنا کښې په افغانستان کښې د امريکې فوځي مداخلت او په دغه هېواد کښې له دوو لسيزو نه د زياتې مودې شتون ته په اشارې سره چې د ډېرو خرابيو او ويجاړيو سبب شوے دے وويل: نن پکار دے د افغانستان سياسي مشران د خپل هېواد مستقبل لپاره ګرانې فېصلې وکړي.

د ايران خارجه وزير په افغانستان کښې د لانجو او جګړو د دوام ناخوښه نتائجو ته په اشارې سره د بين الافغاني خبرو اترو مېز ته ستنېدل او د سياسي لارو چارو ژمنه د افغانستان د مشرانو او سياسي ډلو لخوا ترټولو غوره انتخاب وبلۀ او په افغانستان کښې د لانجو او بحرانونو د هواري لپاره د موجودو ډلو ترمېنځ د خبرو اترو له بهير سره د مرستې لپاره د ايران د چمتوالي اعلان وکړ

ظريف همدارنګ د صلحې له ټينګښت نه پس د افغانستان له هر اړخيزې سياسي، اقتصادي او اجتماعي ودې او پراختيا سره د مرستې لپاره د ايران د اسلامي جمهوريت په ژمنه تاکيد وکړ.

د خبرو اترو په  دې پړاو کښې د افغانستان د حکومتي پلاوي مشري د دغه هېواد د مخکيني خارجه وزير يونس قانوني او د طالب ډلې د پلاوي د خبرو اترو د ټيم مشري د دغې ډلې د دفتر مرستيال عباس ستانکزے په غاړه لري.