ايران ته د طالبانو د سياسي پلاوي سفر
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i102698-ايران_ته_د_طالبانو_د_سياسي_پلاوي_سفر
د طالبانو وياند تهران ته د شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د دغې ډلې د سياسي پلاوی د سفر خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 07, 2021 07:17 Asia/Kabul
  • ايران ته د طالبانو د سياسي پلاوي سفر

د طالبانو وياند تهران ته د شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د دغې ډلې د سياسي پلاوی د سفر خبر ورکړ.

د شفقنا خبري آژانس د رپوټ له مخې ذبيح ا... مجاهد نن وويل، د طالبانو سياسي پلاوے به په تهران کښې د خپل سفر په موده کښې د ايران د اسلامي جمهوريت له چارواکو سره د افغانستان د صلحې د چلند او دوو اړخيزو تعلقاتو د پراختيا او د سيمې د مسائلو په اړه ليدنې کتنې وکړي.

دا په داسې حال کښې دي چې ورسره په يو وخت د افغان حکومت يو پلاوے چې يونس قانوني، سلام رحيمي، کريم خرم، ارشاد احمدي، ظاهر وحدت او محمد ا... بتاش شامل دي تهران ته سفر کړےدے.

د ايران اسلامي جمهوريت په ځلونو تاکيد کړے دے چې په افغانستان کښې د جنګ دوام نه غواړي او د افغانستان په شمول د سيمې د بحرانونو په هواري کښې ټاکونکے رول لري چې دا چاره له چا نه پټه نه ده.

ايران او افغانستان له يو بل سره ښۀ او نزدې تعلقات لري او د ايران حکومت په ځلونو ويلي دي چې  د افغانستان د صلحې په بهير کښې ملګرتيا ته چمتو دے.