په تهران کښې د بین الافغاني خبرو بل پړاو پیل شو
ایسنا خبري اژانس وايي په تهران کښې د ایران د خارجه وزارت د مطالعاتو په دفتر کښې د بین الافغاني خبرو اترو بل پړاو پیل شو .
د ایران د خارجه وزارت د لویدیځې اسیا د چارو مسول سید رسول موسوي په ټویټر پاڼې کښې ولیکل د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د نړیوالو او د سیاسي مطالعاتو دفتر تل د ډیرو مهمو خبرو اترو کوربه و او دی .
هغه زیاته کړه نن د ایران د خارجه وزارت د مطالعاتو په دفتر کښې د بین الافغاني خبرو اترو بل پړاو پیل شو .
د ایران د اسلامي جمهوریت په کوربه توب پرون په تهران کښې د افغانستان د حکومت د استازیو، او د طالبانو د لوړرتبه سیاسي پلاوي او د جنګ پوړو حکومتي چارواکو په ګډون سره د بیلابیلو افغان ډلو د خبرو اترو لومړی پړاو ترسره شو .
د ایران خارجه وزیر په دغه غونډې کښې په افغانستان کښې د امریکا څه د پاسه شل (۲۰) کلن شتون چې د ډیرو ورانیو سبب شوی دی په افغانستان کښې د واشنګټن ماتي ته په اشارې سره وویل اوس د افغانستان خلک او سیاسي مشران باید د خپل راتلونکي لباره سختې فیصلې ترسره کړي .