په تهران کښې د بین الافغاني خبرو بل پړاو پیل شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i102758-په_تهران_کښې_د_بین_الافغاني_خبرو_بل_پړاو_پیل_شو
ایسنا خبري اژانس وايي په تهران کښې د ایران د خارجه وزارت د مطالعاتو په دفتر کښې د بین الافغاني خبرو اترو بل پړاو پیل شو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 08, 2021 09:35 Asia/Kabul
  • په تهران کښې د بین الافغاني خبرو بل پړاو پیل شو

ایسنا خبري اژانس وايي په تهران کښې د ایران د خارجه وزارت د مطالعاتو په دفتر کښې د بین الافغاني خبرو اترو بل پړاو پیل شو .

د ایران د خارجه وزارت د لویدیځې اسیا د چارو مسول سید رسول موسوي په ټویټر پاڼې کښې ولیکل د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د نړیوالو او د سیاسي مطالعاتو دفتر تل د ډیرو مهمو خبرو اترو کوربه و او دی .

هغه زیاته کړه نن د ایران د خارجه وزارت د مطالعاتو په دفتر کښې د بین الافغاني خبرو اترو بل پړاو  پیل شو .

د ایران د اسلامي جمهوریت په کوربه توب پرون په تهران کښې  د افغانستان د حکومت د استازیو، او د طالبانو د لوړرتبه  سیاسي پلاوي او د جنګ پوړو حکومتي چارواکو  په ګډون سره د بیلابیلو افغان ډلو د خبرو اترو لومړی پړاو  ترسره شو .

د ایران خارجه وزیر په دغه غونډې کښې په افغانستان کښې د امریکا څه د پاسه شل (۲۰) کلن شتون چې د ډیرو ورانیو سبب شوی دی په افغانستان کښې د واشنګټن ماتي ته په اشارې سره وویل اوس د افغانستان خلک او سیاسي مشران باید د خپل راتلونکي لباره سختې فیصلې ترسره کړي .