ایران د بین الافغاني خبرو اترو د دوام لپاره تیار دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i102766-ایران_د_بین_الافغاني_خبرو_اترو_د_دوام_لپاره_تیار_دی
ایسنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف ټینګار وکړ تهران د بین الافغاني خبرو اترو د دوام لپاره چمتو دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 08, 2021 10:48 Asia/Kabul
  • ایران د بین الافغاني خبرو اترو د دوام لپاره تیار دی

ایسنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف ټینګار وکړ تهران د بین الافغاني خبرو اترو د دوام لپاره چمتو دی .

جواد ظریف نن د تهران د بین الافغاني خبرو اترو د غونډې په پاې کښې په وینا کښې د افغانستان د  حکومت او د طالبانو د پلاویو په مننې سره چې په دغو خبرو کښې یې سوله او د افغانستان د خلکو سوکالۍ او راحتي د مذاکراتو لومړیتوب وګرځوه وویل په سولې کښې شجاعت په جنګ کښې له  زړورتیا ډیر مهم دی .

د ایران خارجه وزیر جواد ظریف وویل د سولې لپاره باید سرشیندنه ولرو او له ډیرو غوښتنو تیر شو او د بل لوري غوښتنو ته پام وکړو په تیره بیا دغو خبرو کښې چې بل لوری نلری او دواړه لوري خپل وروڼه او هم د افغانستان د ملت لپاره د سولې او د ارامښت په لټه کښې دي .

جواد ظریف دغه راز وویل داسی ملت چې څلویښټ (۴۰)کاله کیږي په کړاو کښې دی حق لري چې د جنګ مخالف وي .

هغه ویل له دغه فرصته استفاده وکړئ او زر تر زره په افغانستان کښې جنګ پاې ته ورسوئ او خلکو ته د پراختیا فرصت ورکړئ .

د ایران خارجه ټینګار وکړ د  ایران اسلامي جمهوریت تل چمتو دی چې په هره بڼه چې وي د افغانستان د سولې د خبرو اترو د دوام لپاره اسانتیا رامینځته کړي .