د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :-
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو زمونږ سلامونه ومنئ اوس به د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ
نن به لومړۍ د تهران چاپ «کیهان» ورځپاڼه وګورو .
المسیره ټیلي ويژن د یمن د څو ماشومانو چې د سعودي عربستان د ائتلاف لخوا د ممنوعه وسلو د کارولو په نتیجه کښې د سرطان په ناروغیو اخته شوي دي یو(۱) فیلم خپور کړ .
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید په دغه هیواد کښې د پوځي اډې د جوړولو په ارتباط د امریکا ټینګارونو ته په غبرګون کښې وویل امریکا ته د پوځي اډو د نه ورکولو په هکله به د اسلام اباد دریځ بدل نشي .
د عراق رسنیو پرون سهار وختي په شپږو (۶) ساعتونو کښې په بصرې ، بابل او دیوانیه سیمو کښې د امریکا په لاجیسټیکي کاروانونو باندې د حملو خبر ورکړ .
د افغانستان په بیلابیلو سیمو کښې د طالبانو او د حکومتي عسکرو ترمینځ سختګ جنګونه روان دي او رسنیو د حکومتي عسکرو لخوا د پینځو (۵) ولسوالیو د بیرته نیولو او د دوه سوه (۲۰۰) طالبانو د وژل کیدا خبر ورکړ .
په لویدیځې غاړې کښې د رام الله ښار په سلګونو فلسطینیانو د مظاهرو په ترڅ کښې د فلسطین د کوراکه تشکیلاتو د مشر محمود عباس د څنګ ته کیدا او د کورواکه تشکیلاتو د ړنګولو غوښتنه وکړه .
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوځل بیا په اوسني ولسمشر جوبایډن باندې نیوکې سره وویل بایډن امریکا له نابودۍ سره مخامخ کړي ده .
د عراق سرچینو په دیاله ولایت کښې د بریښنا په ستنو باندې د نوي حملې خبر ورکړ او ویې ویل د بریښنا د ستنو د مرمت لپاره د بریښنا وزارت کارکونکي استول شوي دي .
په تیرو اوو(۷) میاشتو کښې په عراق کښې د بریښنا یوسل شپیته (۱۶۰) ستني د ترهګرو ډلو په حملو کښې تباه شوي دي .
د چین خارجه وزیر «وانګ یي» له روسیې غوښتنه وکړه د ماسکو او د پیکینګ ترمینځ د سټراتيژیکو ملګرتیاو په پیاوړي کولو سره دواړه هیوادونه د لویدیځ له سلطې سره مقابله وکړي .
کارپیژاندي وايي چې له چین او روسیې سره د لویدیځو هیوادونو غلیمانه سیاست دغه ختیځ هیوادونه یوبل ته نږدي کړي او له پسې نږدې کوي .
د جنوبي افریقا په بیلابیلو ښارونو کښې د پخواني ولسمشر د پلویانو په پراخو اعتراضونو باندې د پولیسو په حملې کښې کابو شپږ (۶) کسان وژل شوي او دوه سوه نولس (۲۱۰) نور ژوبل شوي دي .
د هایټي پولیسو د ولسمشر د ټرور د یوه (۱) اصلي عامل په توګه د هیواد یو () ډاکټر ونیوه او دغه ډاکټر امریکا ته زیات تګ راتګ کاوه او هغه شل (۲۰) کاله په امریکا کښې وسیدلی و .
د کیوبا د ځینو ښارونو په واټونو کښې د بلواو له رامینځته کیدا وروسته د امریکا د سپینې ماڼۍ د مالي امنیت سلاکار په یوه (۱) لاسوهنې پیغام کښې وویل امریکا په کیوبا کښې د غونډو ملاتړ کوي .
د ترکیې رسنیو د ناسمو اطلاعاتو او خبرو له خپریدا سره د مقابلې لپاره د ټولنیزو اینترنیټ پاڼو په محتوا باندې د څارنې لپاره د یوې(۱) ادارې د جوړولو لپاره د انقرې د حکومت د هڅې خبر ورکړ .
()
اوس به د تهران چاپ د« اطلاعات» ورځپاڼې ځینې مهم سرټکي له تاسو سره شریک کړو .
د بشري حقوقو څارونکي موسسې هیومن رایټس واچ (human rights watch) د سعودي عربستان د ال سعود رژیم په زندانونو کښې د سیاسي بندیانو په څاروي ډوله توګه د شکنجه کولو او ځورولو جزیات خپاره کړل .
صهیونیسټ رژيم د فلسطین د شهیدانو کورونیو ته د کوراکه تشکیلاتو د مالي مرستو د ورکولو په پلمه د کوراکه تشکیلاتو شتمنې بلوکه او کنګل کړې .
د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف وویل همدا اوس د اټومي تړون د احیا لپاره د داخلي پیوستون او کوټلتیا وخت دی .
د امریکا خارجه وزارت د یمن له انصار الله غورځنګ څخه وغوښتل د دغه هیواد له استعفا شوي حکومت سره خبرو ته کیني .
د قطر« العربي الجدید» ورځپاڼې د دوه اړخیزه اړیکو د ښه کولو لپاره د ایران او د مصر هڅې ته په اشارې سره تیراونۍ په قاهرې کښې د مصر له چارواکو سره د ایران د چارواکو د یوه (۱) پلاوي د غونډې د ترسره کیدا خبر ورکړ .
د افغانستان د تخار والي« عبدالله قرلوق» وویل امنیتي ځواکونو په دغه ولایت باندې د طالبانو حملې د تاجیکستان تر سرحد پورې په شا وتمبولې او هغه یې ناکامه کړې .
د ترکیې د پینځه (۵) کاله مخکې د ناکامه کودتا له عواملو سره په ملګرتیا یوسل پینځویشت (۱۲۵) شکمن کسان د دغه هیواد په دوه څلویښتو (۴۲) ولایتونو کښې د پولیسو د عملیاتو په وخت ونیول شول .
د صهیونیسټ رژيم پخوانی لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو چې د لومړي وزارت د وخت له ختمیدا وروسته له خپل هستوګن ځای نه و تللی په نهایت کښې د شپې په مهال او د اعتراض کونکو او خبریالانو له سترګو لیرې چې د لومړي وزیر د هستوګن ځای د چت د پاسه یې د هغه انتظار کاوه په نیواکي قدس کښې له« بالفور »سیمې وتښتید .
القاعده ترهګرې ډلې په یوې (۱) خبر پاڼه کښې اعتراف وکړ چې د یمن په مرکز کښې د سعودي عربستان د ائتلاف له ځواکونو سره یوځاې د یمن د پوځ او د انصار الله ولسي غورځنګ د کمیټیو پرضد جنګیدلي دي .
ځینو سرچینو د سعودي عربستان د ال سعود رژیم د جنایتونو پرضد د «عرفه »په ورځ د پراخو اعتراضونو د ترسره کولو لپاره د عربستان د حکومت د مخالفانو او ښاریزو د وربللو خبر ورکړ .
طالبان د افغانستان د زیاتو سیمو له نیولو وروسته وتوانیدل په بدخشان ولایت کښې د «واخان» ښار له نیولو وروسته د چین له «سین کیانګ» ولایت سره ګډ سرحد ته ورسیدل .
د عراق د نجبا غورځنګ مشر شیخ اکرم الکعبي امریکا ته خبرداری ورکړ د واشنګټن پوځیان باید له دغه هیواده ووځي .
()
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې عزتمنو لوستونکو اوس به د کابل چاپ ورځپاڼې وګورو چې مهم سرټکي یې څه دي .
()
له کابله چاپېدونکو یو شمېر ورځپاڼو د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د خلکو د ژوند او د جګړو له امله د بې ځایه شوېو خلکو او د حکومت په وروستیو اقدام لیکنې او تبصرې کړي دي.
()
هشت صبح ورځپاڼې لیکلي که څه هم د طالبانو له واک لاندې سیمو د خلکو د ژوند په اړه کره اطلاعات په لاس کې نشته، خو هغه څه چې په دې اړه یي طالبان او حکومت وايي متناقض دي.
د ورځپاڼې له قوله تر اوسه کوم خپلواک بنسټ په دې نه دی بریالی شوی چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو څخه د خلکو د ژوند په اړه راپور ورکړي چې په خلکو څه ډول ژوند تېريږي؟
په سرمقاله کې راغلي د افغانستان حکومت او طالبانو له جګړې سره په خوا کې تبلیغات هم چټک کړي او دواړه اړخونه هڅه کوي چې عامه افکار په خپل ګټه مدیریت کړي، نو روښانه ده چې په داسې یو(1) وضعیت کې به په اطلاعاتو کې لاس وهل کېږي سانسور او تحریف کېږي به هم.
د لیکوال د معلوماتو له مخې د دولت د اطلاع رسولو دستګاه هڅه کوي داسې ویډیوګانې خپرې کړي چې په کې طالبان تسلیم شوي سرتیري وژني او د خلکو کورونه سوځي او چور کوي یې.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي برعکس طالبان بیا داسې ویډیوګانې خپروي چې له خلکو او نیول شوېو افغان سرتیرو سره د طالبانو نرم چلند، شفقت او مهرباني په کې خلکو ته ښکاره کوي.
د سرمقالې په پای کې راغلي، یو(1) بې طرفه بنسټ باید د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د خلکو د ژوند په اړه څېړنه وکړي.
لیکوال ټينګار کوي د ظلم، ستم او ویراني له لارې کومه ډله نه شي کولای چې پر خلکو حکومت وکړي او طالبان باید هڅه ونه کړي چې افغانستان یو ځل بیا کورنۍ جګړې ته ورستون کړي.
()
اطلاعات روز لیکلي چې په نړۍ کې افغانستان ډېری کډوال لري چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د رسمي وروستیو شمېرو له مخې شااوخوا دري (3) میلیونه افغانان په بهر کې یا کډوال دي او یا یې هم د کډوالۍ غوښتنلیکونه سپارلي دي.
په سرمقال کې راغلي د جګړو، ناامنیو او بې وزلۍ له امله په کور دننه درې(3) میلیونه افغانان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي چې دا دواړه شمیرني د افغانستان د ټول نفوس۱۶ فیصده جوړوي .
د لیکوال د معلوماتو له مخې په دې وروستیو دوو میاشتو کې چې په افغانستان کې جګړې تېزې شوي چې له امله یې شااوخوا دوه لکه افغانان له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.
په سرمقاله کې یادونه شوې دغه افغانان له جګړو سخت متاثر شوي چې جدي روغتیايي، غذايي مرستو ته اړتیا لري چې باید ورسره وشي.
د سرمقالې په پای کې ټینګار شوی چې حکومت باید د جګړو له امله بې ځایه شوېو کسانو سره بېړنۍ مرستې وکړي او دغې چارې ته د خپلو کارونو په لومړیتوبونو کې ځای ورکړي.
()
مسیر ورځپاڼې د حلکومت په وروستیو هڅو او ګامونو نیوکه کړې او هغه د جمهوریت له ارزښتونو او ان له نافذه قوانینو سره په ټکر کې بولي.
د لیکوال په باور په رسنیو او خبریالانو پرله پسې فشارونه، د ځینو خلکو ګواښل، نیول او ځینو نورو ته ستونزې جوړول هغه څه دي چې حکومت یې په دې وروستیو کې کوي.
د سرمقالې په پای کې ټینګار شوی چې جمهوریت باید جمهوریت پاتې شي، قانون او جمهوري ارزښتونو ته درناوی ولري او د استبداد او دیکتاتورۍ لارې پرېږدي.
()
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې ډیرو خوږو لوستونکو د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیده نور له تاسو اجازه غواړو خوښ او خوشحاله وسئ .