د ایران د ملت اراده له ټولو ملتونو سره ملګرتیا ده
زمونږ خبریال وايي د ایران د حکومت ویاند علي ربیعي له دنیا سره رغنده تعامل او خبرې له تاوتریخوالي او دښمنۍ لیرې له ټولو ملتونو سره د ملګرتیا کولو او د سولې د اثبات لپاره د ایران د ملت د ارادې نښه وبلله .
هغه له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل سبا ورځ یعني د چنګاښ د میاشتې درویشتمه (۲۳)نیټه مو چې د اټومي تړون د تصویبیدا له کلیزې سره سمون خوري له دنیا سره د رغنده تعامل او د خبرواترو ورځ نومولي ده داسی ورځ چې له تاوتریخوالي او دښمنۍ څخه لیرې له ټولو ملتونو سره د ملګرتیا کولو او د سولې د اثبات لپاره زمونږ د ملت د ارادې نښه ده .
علي ربیعي په دې خبرې سره چې د اختلافاتو د ختمولو لپاره له خبرو اترو او تعامل پرته هیڅ لاره نشته ډاګینه کړه د ایران د ملت بدغواړو اټومي موافقې ته له رسیدا وروسته چې د دغه کړچار یوه (۱) بیلګه او نتیجه ده یو ځل بیا هڅه وکړه چې د ایران د حکومت د پوهې په هکله چې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود او د خلکو د پریکنده اکثریت د غوښتنې له انعکاس پرته بل څه نه دي غچ واخلي او له اټومي تړون څخه د امریکا د پخواني ولسمشر په وتلو او د یواړخیزه بایکاټونو په اعمالولو سره د امریکا د لاسونو په خالي پریښودلو سره واشنګټن یې په بې ساري بې شرمۍ سره په خارجي سیاست کښې له دیوالیه کیدا سره مخامخ کړ .