د تهران – مسکو د اړیکو د پراختیا په لړ کې موافقه
په مسکو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر وویل: په نظر کې لرو چي د لاسلیک شوي موافقې په دوام کې په مختلفو ډګرونو کې د تهران او مسکو تر مینځ په اړیکو کې پراخوالې راولو.
زموږ د خبریال له راپور سره سم، په روسیه کې د ایران سفیر کاظم جلالي زیاته ګړه: ایران په ۲۰۰۱ میلادي کال کې له روسیې سره ۲۰ کلنه موافقه لاسلیک کړه چي په اسلامي شورا کې هم تصویب شوه،
ټاکل شوې وه چي دواړو هیوادونو د موافقې د ختم تر نیټې یو کال مخکې باید خپل ملاحظات مطرح کړي که نه وي نو یاده د ۵ کلونو لپاره غځېږي.
جلالي دې ته په اشارې سره چي دغه قرارداد یوه موافقه نامه ده او د اسلامي شورا بیاځلي تائید ته اړتیا لري وویل: موږ غواړو چي د موافقې د تمدید مسوده د ایران د اسلامي جمهوریت له لوري تیاره شي.
هغه زیاته کړه: موږ په سفارت کې یوه مسوده تیاره کړي او د بهرنیو چارو وزارت ته ور استولی ده چي تر تائید وروسته به یې روسانو ته وسپارل شي تر څو تر موافقې وروسته اسلامي شورا ته د تائید لپاره واستول شي.
په مسکو کې د ایران سفیر وویل چي د ۲۰ کلني موافقې موده پای ته رسېدلې ده اوس د نړي او د سیمو د حالاتو او همدارنګه د مسکو او تهران تر مینځ پراختیایي بهیر ته په کتو سره د یادې موافقې په نوي مسوده کې په نظر کې ونیول شي.
جلالی وویل اوس د ایران او روسیې تر مینځ د سوداګریو ۴۰ سلنه د دواړو هیوادونو په اسعارو تر سره کیږي، موږ غواړو د یادو سوداګریو په کچه کې زیاتوالې راولو، د دواړو هیوادونو د مرکزی بانکونو او د ملی اسعارو په مټ د سوداګریو په زمینه کې ښه کارونه تر سره شوي دي.