واعظي:
د ایران کنګل شوي شتمني به ډېر ژر خوشي کړای شي
Jul 14, 2021 12:55 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د دفتر مشر د امریکې له لوري په ایران باندې د ځینو لګول شویو بندیزونو د لیري کېدو خبر تائید کړ.
محمود واعظی د کابینې د ناستې په څنډو کې ایران پرس ته وویل: ایران د پخوا څخه په جاپان او جنوبی کوریا کې د خپلو کنګل شویو شتمنیو د خوشي کولو په لټه کې و.
د ولسمشر د دفتر مشر زیاته کړه: په جاپان او جنوبي کوریا کې د ایران د کنګل شویو شتمنو د راخوشي کولو په لړ کې مهم ګامونه اوچت شوي دي.
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی چي په کوریا او جاپان کې د ایران د کنګل شویو شتمنیو د خوشي کېدو په لړ کې د ایران په سوداګریو ځینې بندیزونه لیري کړای شوي دي.
ټیګونه