ایران او افغانستان د سرحدي ملګرتیاؤ په پياوړتیا ټینګار وکړ
د ایران او افغانستان د خارجه وزارتونو چارواکو د سرحدي ملګرتیاؤ په پیاوړتیا او د دواړو هیوادونو د اړوندو ادارو ترمینځ د لازیاتې غږملتیا په رامینځته کولو ټینګار وکړ.
د ایران د خارجه وزارت د سویلي آسیا د چارو لوې مدیر د افغانستان د خارجه وزارت د سیاسي مرستیال په کتنه کښې، د افغانستان د صلحې له بهیره د ایران د ملاتړ په څرګندولو سره د سرحدي ملګرتیاؤ په پیاوړتیا او د دواړو هیوادونو د اړوندو ادارو ترمینځ د لازیاتې غږملتیا په رامینځته کولو ټینګار وکړ.
د ایران د خارجه وزارت د سویلي آسیا د چارو لوې مدیر سید رسول موسوي پرون د افغانستان د خارجه وزارت د سیاسي معاونت د سرپرست او د امنیتي او سرحدي ملګرتیاؤ له مشر محمد حسن فیضي سره ملاقات او خبرې اترې وکړې.
موسوي په دغه کتنه کښې د افغانستان د صلحې له بهیر او جمهوري اسلامي نظام څخه د ملاتړ لپاره د خپل هیواد د ژمنې په څرګندولو سره، د سرحدي ملګرتیاؤ پر پیاوړتیا او د دواړو هیوادونو د اړوندو اداراتو او ارګانونو ترمینځ د لازیاتې غږملتیا په رامنځته کیدو ټینګار وکړ.
هم داشان محمد حسن فیضي وویل چې افغانستان او ګاونډي هیوادونه یې ګډ فرصتونه او ګواښونه لري او د سیمې په سویه یې په دې لړ کښې د غږملتیا او صلاح مشورو او د لازیات ګډ کار په ضرورت باندې ټینګار وکړ.
د ویلو ده چې د ایران د خارجه وزارت د جنوبي آسیا د چارو لوې مدیر کابل ته په سفر کښې پرون د افغانستان د ملي روغې د عالي شورا له مشر عبد الله عبد الله سره هم ملاقات کړی و.
هغه په دغه کتنه کښې د افغانستان د صلحې له بهیره د ایران په ملاتړ باندې په ټینګار سره ویلي وو چې هیواد یې په افغانستان کښې د تاوتریخوالي د ختمیدو پلوي دی او دا کړکیچ د خبرواترو له لارې هواریدې شي.