امریکا هیوادونه بې وزله او ناامنه کوي
زمونږ خبریال وايي د اسلامي ویښتیا د نړیوالې ټولنې د مشر مرستیال حسین اکبري ټینګار وکړ امریکا د هیوادونو بې وزله کولو او ناامنه کولو ته لمن وهي . هغه نن وویل امریکا د هیوادونو خلک بې وزله کوي او هیوادونه ناامنه کوي او د افغانستان خلکو په شلو (۲۰) کلونو کښې له امریکا سره د مبارزې هڅه کوله .
حسین اکبر په خبري کانفرنس کښې د افغانستان ، سولې او د پایداره امنیت په نوم د غونډې په هکله وویل اټکل شوی چې د چین د قزاقستان او د روسیې په شمول د ګاونډیو هیوادونو څلویښت (۴۰) کسان په دغه غونډې کښې ګډون وکړي او بیلابیل قومونه داسې وینا وال لري چې دغه غونډه د افغانستان ځينې مسائیل هوار کړي .
د اسلامي ویښتیا د نړیوالې ټولنې د مشر مرستیال حسین اکبري زیاته کړه د ایران اسلامي جمهوریت له تیر وخت راهسې د مینځګړي رول لري او کوشش کوي چې د جنګ پرځاې د خبرو اترو لاره غوره کړي .
هغه وویل په افغانستان کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د امریکا له ادعا سره سره په دغه هیواد کښې د نشه ییزو موادو تولید پنځوس (۵۰) برابره زیات شوی او د خلکو وژله هم زیاته شوي ده .
حسین اکبري وویل امریکا درې (۳) ټریلیونه او شپږ سوه (۶۰۰) میلیونه ډالره خرچ کړي دي او اوس یې فیصله کړي ته چې له افغانستانه ووځي او یوډول تښتیدلي ده .