:- د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i103206-د_ایران_او_نړیوالو_ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو زمونږ سلامونه ومنئ اوس به د ایران او د څو نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 19, 2021 06:29 Asia/Kabul
  •   :- د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو زمونږ سلامونه ومنئ اوس به د ایران او د څو نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .

نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه وګورو

()

د یمن د الحدیده روغتون مشر خالد سهیل خبرداری ورکړ د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف لخوا د تیلو د وړونکو کشتیو د درولو د دوام په بڼه کښې به د روغتونو بریښنا غوڅه شي او د هیواد د لسګونو ماشومانو ژوند په خطر کښې لویږي .

د افریقا د امنیت د مطالعاتو موسسې خبرداری ورکړ داعش ترهګره ډله د افریقا په شمال ، لویدیځ په تیره بیا په لیبیا هیواد کښې د دیره کیدا  او د خپل شتون د پراخولو په حال کښې ده .

په افغانستان کښې له طالبانو د نیول شویو سیمو د ازادولو په دوام کښې دفاع وزارت وویل امنیتي ځواکونو له طالبانو ډلې اولس (۱۷) ولسوالیانې ازادې کړې او ګڼ شمیر طالبان یې هم ووژل .

وسله والو ملیشاو د نایجریا په شمال لویدیځ کښې په پینځو (۵) کلیو باندې برید سره کابو شپیته (۶۰) کلیوال وتښتول .

د صهیونیسټ رژیم دیارلسم (۱۳) ټیلي ويژن اعتراف وکړ د اسرائیلو چارواکو  چې د سوریې د ولسمشر بشار اسد د حکومت د نسکوریدا اټکل یې کاوه په خپله نسکوره شول .

دوه (۲)اعشاریه دوه(۲) ټریلیونه سټرلینګ پونډو ته د انګلستان د عمومي پورونو له رسیدا وروسته کارپیژاندو په دغه هیواد کښې د اقتصادي ځوړتیا خطر کاملا جدي وباله .

«طلال ناجي» د فلسطین د ازادۍ لپاره د خلق جبهې مشر او د احمد جبریل ځای ناستی شو .

د جرمني د ورانونکی سیلاب د غمیزې په هکله د ولسمشر د وینا په وخت د صدراعظمې د ځای ناستي د احتمالي کاندید« ارمین لاشت» د خندیدا د ویډیو خپریدل یو(۱) جنجال رامینځته کړی .

د کیوبا په زرګونو ښاریزو د پلازمینې هوانا په واټونو کښې په پراخو مظاهرو او د حکومت په ملاتړ کښې د شعرونو په ورکولو سره د امریکا منفي تبلیغات وغندل .

په سلګونو ښارګي میشته خلکو په الاقصی جومات یرغل وکړ او فلسطینیانو دغه کار ته په غبرګون کښې وویل چې مقاومت ډلې مقابلې ته چمتو دي او صهیونیسټ رژیم باید د قدس د تورې له جنګ څخه درس واخلي .

د لیسبن د هوايي ډګر د کارکونکو د کاربندیز په خاطر د پرتګال په دغه ستر هوايي ډګر کښې کابو دوه سوه (۲۰۰) الوتونه لغو شول او ګڼ شمیر مسافران له ستونزو سره مخامخ شول .

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو  اوس به د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه وګورو .

()

د افغانستان دفاع وزارت وویل امنیتي ځواکونو د طالبانو له نیواک څخه اولس (۱۷) ولسوالیانې ازادې کړي دي او په لسګونو طالبان یې وژلي هم دي .

د صهیونیسټ رژیم د هاارتص ورځپاڼې نامتو شناند «عاموس هارئیل» په یوې (۱) مقالې کښې د اسرائیلو د پوځي سرچینو په قول اعتراف وکړ د ایران بې پایلوټه الوتکو توان صهیونیسټ رژیم ډیر اندیښمن کړی دی .

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال «مارک میلي» وویل که چیرې ولسمشر ټرمپ په ایران حمله کولای نو له ویرونکي جنګ سره مخامخ کیدو .

هغه وویل مونږ اندیښمن وو چې د امریکا د ولسمشر ټرمپ حکومت په انتخاباتو کښې له ماتي وروسته له ایران سره جنګ څخه په واک کښې د پاتې کیدا لپاره د یوه (۱) چل په توګه استفاده وکړي .

د چین د باندنیو چارو وزیر «وانګ يي »د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر« فیصل مقداد» سره په کتنې کښې د سوریې له  ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا د پیکینګ په ملاتړ باندې ټینګار سره د دغه هیواد د کړکیچ د هواري لپاره څلور(۴) ماده ییز پلان وړاندې کړ .

د یمن د ملي ژغورنې د حکومت لومړي وزیر «عبدالعزیز صالح بن حبتور» په صنعا کښې د ایران له سفیر« حسن ایرلو» سره په کتنې کښې د یمن له خلکو د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړونو قدرونه وکړه .

د مصر د ولسمشر السیسي د حکومت مخالفانو د اعدام د حکمونو له صادریدا سره په مخالفت کښې په امریکا کښې د ملګروملتونو د مرکز مخ ته پرلتې ووهلې .

د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د خارجي هیوادونو په سفیرانو وغوښتل د غزې تړانګې په کتلو سره د صهیونیسټ رژیم د پینځلس (۱۵) کلنې ظالمانه کلابندۍ په نتیجه کښې د دغه سیمې له غمیزې ډک انساني حالات وویني .

د امریکا د خارجه وزارت یوه (۱) چارواکي چې نوم یې نه دي ښودل شوی وویل د شمالي کوریا د مسلې د حل لپاره له چین سره ملګرتیا ته ضرورت لرو .

د یمن چارواکو ملګري ملتونه د سعودي عربستان د ائتلاف لخوا د تیلو د کشتیو د درولو او د نیولو د دوام د خطرناکو پایلو مسول وبلل .

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې عزتمنو لوستونکو اوس به د څو نړیوالو ورځپاڼو مهم سرټکي له تاسو سره شریک کړو

()

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو  تر وتلو وروسته د امریکايي ډپلوماټانو د ستونزو په اړه یوه(1) مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله کې راغلي  په داسې حال کې چې امریکايي ملکي چارواکي هڅه کوي افغانان په خپل منځ کې سولې ته وهڅوي او په افغانستان کې د ښځو لاسته راوړنې خوندي پاتې شي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره هغه امریکايي ډپلوماټان او مرستندویه کار کوونکي له یو شمېر ننګونو سره مخامخ دي چې اوس هم په دې هېواد کې پاتې دي.

وسله والو طالبانو په دې وروستیو کې په یوه اعلامیه کې بهرنیو ملکي اتباعو، ډپلوماټانو او خیریه موسسو ته د امنیتي ستونزو نه پېښولو ژمنه کړې.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د مقالې د لیکوال په باور، ډپلوماټيکې ننګونې وروسته له هغې زیاتې شوې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د اګسټ میاشتې تر پایه له افغانستانه د امریکايي سرتیرو د ایستلو پرېکړه وکړه.

په مقاله کې وړاندې راغلي چې د دې پرېکړې له کبله طالبان نور هم زړور شول او د ځمکو لاندې کولو کمپاین یې لا زیات کړ.

یو شمېر هېوادونو لکه چین او فرانسې له مخکې لا خپل وګړي له افغانستانه ایستلي دي.

خو د امریکا ولسمشر جوبایډن روانه میاشت د خپلې پرېکړې په دفاع کې وویل چې افغانان باید اوس د خپل ملت دفاع وکړي.

نوموړي دا ژمنه هم وکړه چې امریکا به په ځانګړي توګه د ډپلوماټيک او مرستندویه ماموریتونو او ځايي امنیتي ځواکونو د ملاتړ برخه کې افغانستان یوازې پرېنه ږدي.

()

دي هرالډ سکاټلینډ خپرونې هم د افغانستان په اړه یوه (1)مقاله خپره کړې ده او په سر کې یې لیکلي، کله چې په ۲۰۰۱میلادي کال کې پر نیويارک تروریستي برید وشو  د بریتانیې د هغه وختلومړي  وزیر ټوني بلیر وویل چې هېواد به یې له افغانانو مخ نه اړوي.

ورځپاڼې اشاره کړې چې د بریتانیې ډېرځواکونه په ۲۰۱۴میلادي کال کې له افغانستانه ووتل او پاتې ۷۵۰ یې اوس وځي.

په مقاله کې راغلي چې په افغانستان کې ۴۵۷ بریتانیايي ځواکونه ووژل شول او سلګونو نور په هلمند ولایت کې ټپيان شول، خو لیکوال پوښتنه کوي چې دا ټول د څه لپاره؟

وروسته په مقاله کې راغلي چې پاکستان که څه هم پردې سربېره چې یو اټمي قدرت دی او د بریتانیې ترټولو زیاته برخه مرستې همدا هېواد ترلاسه کوي  په هلمند کې يې د بریتانیا په ماتې کې یو (1)مهم رول ولوباوه.

لیکوال استدلال کوي چې که څه هم بهرني هېوادونه هغه ترجمانان له افغانستانه باسي چې له دوی سره یې کار کړی  خو طالبان اوس هم ښوونکي، ډاکټران او نرسان، پولیس او د قضايه قوې کار کوونکي، قراردادیان او د خیریه ټولنو کار کوونکي هدف ګرځوي.

په همدې حال کې د مقالې په وینا د مخدره موادو کاراوبار مخ پر زیاتېدو دی او طالبانو په دې وروستیو کې ادعا کړې چې د افغانستان تر اتیا(80) فیصده زیاته ځمکه یې لاندې کړې ده.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې ډيرو خوږو لوستونکو د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیدله  له تاسو اجازه غواړو د خدای په امان .