امريکه په افغانستان کښې د ناامنۍ عامله ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i103228-امريکه_په_افغانستان_کښې_د_ناامنۍ_عامله_ده
د اسلامي بېدارۍ د نړيوالې ټولنې مشر مرستيال وويل: امريکنيان په افغانسان کښې ناامني غواړي، خو داسې ښئي چې د هغوي وتنه په افغانستان کښې د جنګ او ناامنۍ سبب شوې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 20, 2021 00:42 Asia/Kabul
  • امريکه په افغانستان کښې د ناامنۍ عامله ده

د اسلامي بېدارۍ د نړيوالې ټولنې مشر مرستيال وويل: امريکنيان په افغانسان کښې ناامني غواړي، خو داسې ښئي چې د هغوي وتنه په افغانستان کښې د جنګ او ناامنۍ سبب شوې ده.

ډاکټر حسېن اکبري پرون له ايران پرېس سره په خصوصي مرکه کښې وويل: د ايران اسلامي جمهوريت د هغو اصولي سياستونو په بنياد  چې د اسلامي انقلاب له ابتداء راهسې يې بنياد اېښودے دے له مظلومو ملتونو دفاع کړې او له افغان ولس سره هم تل مل ؤ او دے.

هغه وويل: د ايران اسلامي جمهوريت تل د افغان ولس د فېصلې ملاتړ او د دغه هېواد د خلقو د ګټو خيال يې ساتلے دے.

ډاکټر اکبري زياته کړه، په افغانستان کښې د ارامښت د رامنځته کېدو يوازېنۍ لار د صلحې ټينګښت دے او صلحې ته د رسېدو يوازېنۍ لار خبرې اترې دي.

د اسلامي بېدارۍ د نړيوالې ټولنې مشر مرستيال وويل، امريکنيان چې مجبور شول د افغانستان له شل کلنۍ قبضې وروسته له دغه هېواده وتښتي همدا اوس په افغانستان کښې په جنګ او ناامنۍ پسې دي او په افغانستان کښې ناامني په ګاونډي هېوادونو کښې منفي تاثير لري.

حسېن اکبري واضحه کړه، ګاونډي هېوادونه چې هر څومره سوکالي او امنيت ولري نو د ايران په امنيت کښې به هم مثبت تاثير ولري، خو امريکنيان له افغانستانه له تېښتې وروسته کوشش کوي چې جنګ ته لمن ووهي او داسې وښئي چې د هغوي وتنه په سيمه په خاصه توګه په افغانستان کښې د جنګ او ناامنۍ سبب شوې ده.

هغه وويل: د ايران د اسلامي جمهوريت پاليسي دا ده چې په افغانستان کښې دې هيڅ جنګ جګړه نه رامنځته کيږي او ارامښت ته د رسېدو يوازېنۍ لار صلح او روغه جوړه ده.

ډاکټر اکبري زياته کړه، د ټولو قامونو په ګډون سره په افغانستان کښې يو پراخ بنسټه حکومت جوړېدې شي.