د انسانانو د حقوقو دفاع د ایران د سیاستونو اساس دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i103304-د_انسانانو_د_حقوقو_دفاع_د_ایران_د_سیاستونو_اساس_دی
ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران منتخب ولسمشر وویل د انسانانو د حقوقو دفاع د ایران د اسلامي جمهوریت د سیاستونو اساس دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 21, 2021 23:48 Asia/Kabul
  • د انسانانو د حقوقو دفاع د ایران د سیاستونو اساس دی

ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران منتخب ولسمشر وویل د انسانانو د حقوقو دفاع د ایران د اسلامي جمهوریت د سیاستونو اساس دی .

د ایران نوي ولسمشر سید ابراهیم رئیسي پرون د واټیکان له لومړي وزیر کارډینال پیټرو پارولین سره په ټیلي فوني خبرو کښې د لوی اختر په مبارکۍ او په دې خبرې سره چې دغه اختر د مسلمانانو تر ټولو ستر اختر دی وویل د ابراهیمي دینونو د تعلیماتو پراساس ایران او واټیکان باید د نړۍ د مظلومو او د کړیدلو خلکو په څنګ کښې او د ظالمو قدرتونو په مقابل کښې وي .

د ایران نوي ولسمشر د سلامشورې او په نړۍ کښې د پایداره ارامښت او د حقیقي سولې د رامینځته کولو لپاره د ابراهیمي دینونو د خبرو اترو په اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل د ایران اسلامي جمهوریت د یوه(۱) دیني ولسواکه حکومت په توګه د ابراهیمي دینونو په تیره بیا د عیسایت ترمینځ د هر ډول خبرو اترو او د تعامل هرکلی کوي .

د ایران ولسمشر وویل د فلسطین له مظلومو خلکو په ملاتړ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سیاست او له له صهیونیسټ نیواکګرانو سره مبارزه او د یمن له خلکو دفاع او په عراق  او سوریې کښې له تکفیري ترهګرو سره مبارزه او په عراق کښې د مسیح دین د پیروانو دفاع له بشر حقوقو په ملاتړ کښې د ایران په دیني بنسټ کښې جرړه لري .