د روسیې په هوایي نندارتون کې د ایراني شرکتونو ګډون
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i103320-د_روسیې_په_هوایي_نندارتون_کې_د_ایراني_شرکتونو_ګډون
په مسکو کې د ماکس ۲۰۲۱ په نامه د هوایي او فضایي سازوسامان په نندارتون کې له ایران څخه ۳۵ پوه بنسټ شرکتونه ګډون وکړل.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Jul 22, 2021 07:32 Asia/Kabul
  • د روسیې په هوایي نندارتون کې د ایراني شرکتونو ګډون

په مسکو کې د ماکس ۲۰۲۱ په نامه د هوایي او فضایي سازوسامان په نندارتون کې له ایران څخه ۳۵ پوه بنسټ شرکتونه ګډون وکړل.

د ایران د وسله والو ځواکونو د ملاتړي او دفاع وزیر مرستیال امیر خواجه فرد په مسکو کې د ایران له سفیر کاظم جلالي او د ۳۵ پوه بنسټو شرکتونو استازي د چهار شنبې په ورځ د مسکو په ختیځه ژوفسکي ښار کې د دې نندارتون له غرفو څخه لیدنه وکړل.

د روسیې په ۱۵ هوایي نړیوال نندارتون کې چي د زمري د میاشتې تر ۳ دوام کوي ایراني پلاوې به د هوایي ټکنالوجیو په ډګر کې خپلي وروستي لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې کړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د دفاع وزارت په غرفه کې د هوایي صنعت په ډګر کې پرمختللي اوزارونه، بېلابېلي بې پیلوټي تیارې، ډول ډول څرخکې او د تیارې انجنونه نندارې ته وړاندې شوي دي.

د یاسین او فجر روزنیز جیټان، د تیارې د کابین او د انجن پرزې، د صبا او سورنا ټرانسپورټي او مرستندویي څرخکې، د مهاجر ۶ جګړه ایزي او جاسوسۍ بې پيلوتي الوتکې، کرار کروز توغندۍ، عمودي الوت کوادکاپټر نندارې ته د وړاندې شویو اوزارونو له جملې څخه بلل کیږي.