ایران ته د بهرنیو سیلانیانو په راتګ پابندۍ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i103406-ایران_ته_د_بهرنیو_سیلانیانو_په_راتګ_پابندۍ
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت استازی وویل: د کرونا د ملي کمیټې د حکم له مخي سیلانیانو ته د وېزو په ورکړي پابندی لګېدلي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 24, 2021 08:36 Asia/Kabul
  • ایران ته د بهرنیو سیلانیانو په راتګ پابندۍ

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت استازی وویل: د کرونا د ملي کمیټې د حکم له مخي سیلانیانو ته د وېزو په ورکړي پابندی لګېدلي دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت استازی علیرضا سالاریان په اصفهان کې د ایران د ټوریسم د سل کلنۍ په سمپوزیم کې وویل: د کرونا د ملي کمیټې د حکم سره سم، ایران ته د سیلانیانو په راتګ لا هم محدودیتونه لګېدلي دي.

هغه ټینګار وکړ چي د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوازې سر د وېزاو د ورکړي په هکله فیصله نه کوي او د نورو هیوادونو سره د تګ او راتګ په اړه د کرونا د ملي کمیټې د پریکړي سره سم عمل کوي.

سالاریان زیاته کړه: اوس مهال یوازې سوداګریزي او درملیزي ویزې ورکول کیږي او تحصیلي وېزاوې هم تر ډېره حده محدوده شوي دي.