د ټوکيوپه اولمپېک کښې ايران ته د سروزرو وړومبني مېډل راوړونکي قدرونه
په جاپان کښې د ايران د اسلامي جمهوريت سفير د ټوکيوپه اولمپېک کښې د ايران د سروزرو وړومبني مېډل راوړونکي قدرونه وکړه.
د اېرنا د رپوټ له مخې مرتضی رحماني موحد نن د ايران د لوبو و ځوانانو د وزير مسعود سلطاني فر او د اولمپېک د ملي کمېټۍ د مشر سيد رضا صالحي اميري په موجودګۍ کښې د ټوکيوپه ۲۰۲۰ اولمپېک کښې د ايران د سروزرو وړومبني مېډل راوړونکي جواد فروغي قدرونه وکړه.
هغه په دغو مراسمو کښې وويل، په دغه واقعه کښې لوے وياړ د ايران په برخه شو او ښاغلي فروغي وکړې شول د کاروان وړومبنے مډل او همدارنګ د نښې ويشتنې يا شوټنګ وړومبنے مېډال وګټي او د ايران لپاره د وياړ سبب شي.
جواد فروغي د تېر خالي په ورځ د لس ميټري بادي تماچې په ماده کښې ايران د سرو زرو د مډال خاوند کړ او ايران د اولمپېک په تاريخ کښې د د شوټنګ د وړومبني مډال په توګه لقب ترلاسه کړ.
په ټوکيو کښې د ايران په سفارت کښې په دغه موقع جواد فروغي ته د اولمپېک ملي کمېټۍ لخوا د لسو زرو يورو نغد انعام هم ورکړے شو.
داولمپېک د ملي کمېټۍ د اجرائي پلاوي د فېصلې مطابق د ټوکيو د ۲۰۲۰ اولمپېک لوبو ته د لېږل شوي کاروان د سرو زرو، سپينو زرو او زيړو مډل راوړونکو ته به په ترتيب سره لس زره ، پينځه زره او درې نيم زره يورو نغد انعامونه هم ورکړې کيږي.