د ایران د شلولو لپاره بندیزي سیاستونه ناکام شوي دي
مرصاد عملیات ، د ۱۹۸۸کال دجولائي په ۲۷نیټه د منافقینو له ترهه ګرې ډلګۍ سره مقابلې په خاطر چې د صدام رژيم له خوائې بشپړ ملاتړ کید، دایران په لویدیځ کرمانشاه ولایت کې پيل شول چې د منافقینو ملا ئې ماته کړې وه .
ایرنا خبری آژانس راپور راکړ ، داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو عمومي قوماندان سردار حسین سلامي ووئیل، د ایران د فلج کولو لپاره بندیزي سیاستونو ماته خوړلې ده .
سردار سلامۍي نن د مرصاد عملیاتو د درنښت په دستورو کې چې د مرصاد دشهیدانو په یاد کې د ایران د لویدیځّ کرمانشاه ولایت په چهار زیر درې کې جوړې شوي ، دې ته په اشارې سره، چې د ایران دفلج کونې لپاره بندیزونه سیاستونه پلان شوي سناریو وه ،زیاته کړې ده ، دغه خطرناکې ، پیچلي سټراټژۍ او اقتصادي کلابندۍ د امریکا په څیر هیواد هم له پښو غورځولی شي ، خو دغه شیطاني قدرتونه چې پخپلې کارنامې کې د ډيرو نظامونو دړې وړې کیدا لري ، کله ایران ته رارسیږي ،نو په همدې ځاي کې دریږي .
سردار سلامي د سورئې کنډوالې ،په لبنان کې د تفرقې د اور دلمبو زیاتیدا ، دعراق دخلکو وژلې او بد حالت ، له امنیت ،آرامښت او پراختیاڅخه د افغانستان محرومیدا، په دغو هیوادونو کې د دښمنانو د شتون ډالۍ بللي او وئیلي ئې دي ، همدغه دښمنان لسګونو کلونه کیږي ، د ایران په باب ګډ وډ خوبونه ویني ،خو له ولایت فقیه څخه د ایران د میړني ولس تبعیّت ، ددغو خوبونو دتعبیریدو خنډ دی .
مرصاد عملیات ، د ۱۹۸۸کال دجولائي په ۲۷نیټه د منافقینو له ترهه ګرې ډلګۍ سره مقابلې په خاطر چې د صدام رژيم له خوائې بشپړ ملاتړ کید، دایران په لویدیځ کرمانشاه ولایت کې پيل شول چې د منافقینو ملا ئې ماته کړې وه .