د سرطان ناروغۍترټولو ماډرن درملتون په ایران کې ډیر زر پرانیستل شي
صالحي ددې خبرې په کولو سره چې د ا یران ددرملنې دغه ملی مرکز په لویدیځي آسیا کې بې مخینې دی ، زیاته کړې ، ایران په دنیان کې اوم هیواد دی چې دغه شان په ماډرن تجهیزاتو سره روغتون پکې جوړیږي .
د سرطان ناروغۍترټولو ماډرن درملتون په ایران کې ډیر زر پرانیستل شي
ایسنا خبری آژانس راپور ورکړی، د ایران دایټمي انرژۍ د ادارې مشر علی اکبر صالحي نن په البرز ولایت کې د درملنې یون ملي مرکز د ځينو مهمو تجهیزاتو دیوې برخې د آزموینې په څنډې کې وئيلي دي ، ددغه مرکز دجوړولو کار د دوه سوه میلیون یورو په مالی تامینیدا سره پيل شوی دی.
صالحي ددې خبرې په کولو سره چې د ا یران ددرملنې دغه ملی مرکز په لویدیځي آسیا کې بې مخینې دی ، زیاته کړې ، ایران په دنیان کې اوم هیواد دی چې دغه شان په ماډرن تجهیزاتو سره روغتون پکې جوړیږي .
دعلی اکبر صالحي په وینا ، په دغه مرکز کې دسرطاني ناروغانو په بشپړ ډول درملنه کیږي او له جرړه ختمیږي . او ایران دلویدیځي آسیا لومړنی هیواد دی چې دغه کار ئې پیل کړی دی .
د ایران د ایټمي انرژۍ د ادارې مشر همداراز ووئیل ددغه مرکز د اړتیا وړ متخصصان همدااوس په آسټریا هیوادکې روزل کیږي . هغه وئيلي دي ، د ایران د ایټمي انرژۍ د ادارې یو مسئولیّت په ریډیو ایکټیو درملو څارنه او ددغه مرز افتتاح کول هم دي .